هانګ کانګ کې د سلګونه زره کسانو مظاهرې

د عکس سرچینه، Reuters
د هانګ کانګ کوڅو کې ګڼ شمېر کسان لاریون ته وتلي او دا تېرو میاشتو کې د حکومت ضد تر ټولو ستره مظاهرې بلل کېږي.
اول ځل اګسټ میاشت کې پولیسو د مدني انساني حقونو جبهې په نوم ولسواکې ډلې ته د لاریون اجازه ور کړه.
د اوسنۍ مظاهرې جوړوونکي وايي، دې مظاهرو کې اتو لکو کسانو، خو پولیس وايي، نه یو لک درې اتیا زره کسانو ګډون کړی دی.
پولیس وایي، له دې لاریون مخکې یې بلوا کې ۲۲ کسان نیولي او یوه توپانچه یې هم ضبط کړې ده.
د هانګ کانګ اوسنۍ مظاهرې نږدې شپږ میاشتې مخکې د تېر جون پر ۹ د یوې جنجالي لایحې له امله را پورته شوې چې ور سره چین ته د دې سیمې سپارل پیل شول او اوس دې مظاهرو د حکومت ضد ستر غورځنګ بڼه خپله کړې ده.
یوه ۴۰ کلنه مور جون چې د ویکتوریا پارک مظاهرو کې یې ګډون کړی وايي: تر مرګ پورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوم.
د هانګ کانګ حکومت د شنبې په ورځ یوه بیان کې د ارامۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، له تېروتنو یې درس اخیستی او نیوکو ته به په عاجزۍ غوږ شي او وبه یې مني.
د یکشنبې ورځې لاریون پای کې حکومت وویل، چې د خبرو له لارې د هانګ کانګ د ژورو ستونزو د حل لار لټوي.
د مظاهرو برابروونکو د یکشنبې په ورځ وویل، دا حکومت ته وروستی چانس دی چې له معترضانو سره د پولیسو د چلن په هکله د خپلواکو پلټنو، د نیول شویو د خوشي کولو او ازادو ټاکنو په ګډون د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي.

د عکس سرچینه، AFP
وروستیو میاشتو کې د پولیسو او معترضانو ترمنځ نښتو کې له پخوا ډېر تاوتریخوالی شوی دی.
له جون راهیسې نږدې شپږ زره کسان نیول شوي او د پولیسو په ګډون سلګونه کسان ټپي شوي دي.
که څه هم ویل کېږي چې د یکشنبې ورځې لاریونونو کې ټکر کله کله ډېر شوی، خو کوم تاوتریخوالی نه دی رپوټ شوی.
پولیس وايي، ستره محکمه او استیناف محکمه په نښه شوي او ممکن لاسبم سره د اور ور اچولو هڅه شوې وي.
د مظاهرو جوړوونکو دا برید غندلی دی.









