ټرمپ: چین د هانګ کانګ پولو ته خپل پوځیان استولي

هانګ کانګ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ په هانګ کانګ کې د روانو تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې په شخړه کې به هېڅ څوک ونه وژل شي.

سره له دې چې د هانګ کانګ د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب روان دی، د متحده ایالاتو ولسمشر خبر ورکړی دی چې چین د هانګ کانګ پولو ته خپل پوځیان استولي دي.

ولسمشر ټرمپ د هانګ کانګ په اړه په خپل تازه ټویټ کې ویلي:

"زموږ د خبر رسونې شبکې خبر راکړی دی چې د چین دولت خپل پوځیان د هانګ کانګ پولو ته لیږدولي. ټول باید په امنیت کې وي او ارام اوسي."

د امریکا ولسمشر په خپل بل ټویټري پیغام کې لیکلي:

"ډېری ما او د امریکا متحده ایالات د هغو ستونزو لپاره چې په هانګ کانګ کې روان دي، پړ بولي؛ نه پوهېږم ولې؟"

په ښکاره د نوموړي اشاره د چین رسنیو ته وه چې لویدیځ او په خاص ډول امریکا یې په هانګ کانګ کې د لاریون کوونکو په ملاتړ تورناوه او دوی دا د متحده ایالاتو سره د سوداګرۍ په برخه پر چین د فشار یوه وسیله کاروي.

تردې دمخه ډونلډ ټرمپ په هانګ کانګ کې د روانو تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې په شخړه کې به هېڅ څوک ونه وژل شي.

د ښاغلي ټرمپ یو شمېر منتقدین هغه په دې تورن کړ چې په هانګ کانګ کې د چین په ملاتړ حکومت د لا ډېر ټینګ دریځ څخه انکار کړی او ویلي یې دي چې د چین پر حکومت د دې پرځای چې د لاریون کوونکو غوښتنو ته درناوی وکړي، فشار راوړي څو د دې هېواد سره د سوداګرۍ هوکړې ته په رسېدو تمرکز وکړي.

د هانګ کانګ په مظاهرو کې یو شمېر محصلین لیدل شوي چې د امریکا بیرغونه او د ټرمپ عکسونه یې لیږدول دوی "د هانګ کانګ آزادول " غوښتل، خو د متحده ایالاتو حکومت د لاریون کوونکو د دې چلند په غندلو او د دوی د غوښتنو له ملاتړه ډډه کړې.

هانګ کانګ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له هوايي ډګره د لاریون کوونکو پر ایستلو د پولیسو له هڅو سره- سره بیا هم د دوهمې ورځې په لړ کې سلګونه الوتنې لغوه شوي.

په وروستیو کې پولیس او لاریون کوونکي د هانګ کانګ هوایي ډګر تر مخ درېدلي؛ دا هوايي ډګر د ختیځې اسیا یو له ګڼه ګوڼې هوايي ډګر څخه بلل کېږي.

یو شمېر یې بیا د تاوتریخوالي پرضد د لاریون کوونکو لپاره دې ډګر ته ټاکل شوي دي، خو له منځه یې یو شمېر حکومت ضد په فزیکي شخړو اوښتې.

له هوايي ډګره د لاریون کوونکو پر ایستلو د پولیسو له هڅو سره- سره بیا هم د دوهمې ورځې په لړ کې سلګونه الوتنې لغوه شوي او زرګونه مساپرین په دهلېزونو کې تم پاتې شول.

مظاهره چیانو په هوايي ډګر کې لږ تر لږه درې تنه په سوباړو ووهل.

لاریون کوونکو ویل "شخصي جامې یې پر تن وې" چې د لاریون کوونکو ترمنځ راغلل او د هغوی له جېبونو د چین د پولیسو کارتونه ووتل.

د هانګ کانګ پولیسو منلې چې دولتي مامورین هم په شخصي جامو کې د لاریون کوونکو ترمنځ وو.

دا په داسې حال کې چې د چین ګلوبل ټایمز مدیر ویلي، د دوی خبریال چې د راپور په چمتو کولو بوخت و، هم ډبول شوی.

په ختیځه اسیا کې د هانګ کانګ نړيوال هوايي ډګر د نړۍ یو له بوختو هوايي ډګرونو څخه بلل کیږي.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې کابو ۷۵ میلیونه مساپرو له دې هوايي ډګره ګټه اخېستې وه.

هانګ کانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په هانک کانګ کې د بي بي سي خبریال استیون مک دانل وویل چې په تېرو اوونیو کې مظاهره چیانو د خپلو شپنيو مظاهرو بڼه بدله کړې وه

هانګ کانګ په تېرو دوو میاشتو کې د لاریون کوونکو او پولیسو د اخ و ډب شاهد و.

دا مظاهرې دوه نیمې میاشتې وړاندې د هغه لایحې پر وړاندې پیل شوې چې له مخې یې تورن کس له هانګ کانګ څخه چین ته لېږل کېدل او هلته محاکمه کېده.

لاریون کوونکو دې لایحې ته د هانګ کانګ د خپلواکۍ د سقوط په مانا کتل.

د مظاهرو په پراخېدو سره د هانګ کانګ سیمه ییز حکومت دا لایحه بېرته واخېسته، خو لاریون کوونکو د دې سیمې د اجرائیه رئیس په لېرې کېدو ټینګار کاوه.

په هانک کانګ کې د بي بي سي خبریال استیون مک دانل وویل چې په تېرو اوونیو کې مظاهره چیانو د خپلو شپنيو مظاهرو بڼه بدله کړې وه او د یوې لویې غونډې د جوړولو پرځای یې په کوچنیو غونډو کې ګډون کاوه، څو د پولیسو له بریدونو ژر وتښتي.