هانکانګ کې د دوه میلیونه کسانو تاریخي لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images
په هانګ کانګ کې د یوې اعتراضي پراخ لاریون ګډونوال وايي، په دې مظاهره کې د ګډونوالو شمېر نژدې دوه میلیونو ته رسیدلی دی.
دا مظاهرې د هغو نویو پلانونو پروړاندې دي چې چین ته اجازه ورکوي مجرمین خپله چین ته ور وغواړي.
داټکل له مخې که دا شمېرې تایید شي دا به د هانګ کانګ په تاریخ کې تر ټولو لویه مظاهره وي. خو پولیسو بیا د مظاهرو د ګډونوالو شمېر ۳۳۸ زره کسان ښودلی.
دا لاریون داسې مهال کیږي چې د هانګ کانګ دولت وړمه ورځ (غبرګولي ۲۵/جون ۱۵) اعلان وکړ چې چین ته یې د تورنو کسانو یا مجرمینو د سپارلو طرحه ځنډولې ده.
له تېرې اونۍ راهیسې سلګونه زره کسانو ددې جنجالي پلان پروړاندې اعتراضونه کړي چې ځینې وخت په تاوتریخوالي هم اوښتي.
د هانګ کانګ اجرايي مشرې کري لم وړمه ورځ ددې پلان د ځنډولو خبر ورکړ.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه تېره ورځ ددې پلان د وړاندیز له امله بخښنه وغوښته خو ددې طرحې د لغوه کولو په اړه یې څه ونه ویل.
د اعتراض کوونکو نیوکه تر ډېره د مېرمن لم په اړه ده چې د پکن له ملاتړه برخمنه ده.
د لاریونوالو مشران غواړي چې دا طرحه دې د تل لپاره ختمه شي. ځینې اعتراض کوونکو د مېرمن لم استعفا هم غوښتې ده.
د 'مدني حقونو جبهې' په استازیتوب جیمي شم وايي، په دغه لاریون کې شاوخوا دوه میلیونه کسانو ګډون کړی دی.
دا لاریون تر ډېره سوله ییز و.









