تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: پاکستان هغو ۴ هېوادونو کې حساب شو چې وضعیت پکې په خرابېدو دی
د بي بي سي د څېړنو له مخې پاکستان د نړۍ په هغو څلورو هېوادونو کې حساب شو چې پکې د کورونا وېروس وضعیت ورځ تر پلې په خرابېدو دی. په دې لېست کې برازیل لومړی، مکسیکو دویم، هند دریم او پاکستان ته څلورم ځای ورکړل شوی دی.
په دې څلور واړو هېواد کې هره ورځ د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او همدا راز له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر زیاتېږي.
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې لا هم د ورځنیو مثبتو پېښو او مړینو شمېر تر دې څلورو هېوادونو ډېر دی، خو د دې څلورو هېوادونو برعکس نوره نړۍ کې دا شمېرې د کمېدو په حال کې دي.
په پاکستان کې تر دې دمه د کورونا وېروس مثبتې پېښې ۱ لک او ۷۹ زرو ته رسېدلې دي، او د ټولو مړینو شمېر ۳۶۰۰ کسانو ته نږدې شوی دی.
په ټوله نړۍ کې بیا په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۸ لکو ته رسېدلی، او تر دې دمه ۴ لکه او ۶۴ زره کسان وژلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې لاتینه امریکا به د کورونا وېروس نوی مرکز وي، او اوس په برازیل او مکسیکو کې خرابېدونکي وضعیت د یاد سازمان وړاندوینه سمه ثابته کړه.
نرېندرا مودي: یوګا مو له کورونا وېروس ساتلی شي
بل لور ته د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د یوګا د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې تلویزیوني وینا کې له نړیوالو غوښتې چې د کوویډ-۱۹ وبا نه د خلاصون لپاره یوګا وکړي.
د نړۍ لر او بر کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله څه باندې ۴۶۰ زره کسان مړه شوي او له اته نیم ملیونو ډېر کسان پرې اخته شوي دي.
ښاغلي مودي وویل: "که مو د بدن دفاعي سیستم ځواکمن وي نو دا د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي. د یوګا ډېر ډولونه داسې دي چې د بدن د دفاعي سیستم په ځواکمنېدو کې مرسته کوي"
لومړي وزیر نرېندرا مودي له خلکو وغوښتل چې د ساه اخیستلو سیستم ځواکمنولو لپاره دې یو تمرین چې (پرانایام) یې بولي، ترسره کړي.
کوویډ-۱۹ په جدي تنفسي ناروغیو اخته کسانو کې د سږو له کاره لوېدلو لامل کیږي.
د هند د عامې روغتیا وزارت ویلي، پرون شنبه دې هېواد کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ څه باندې ۱۴ نیم زره نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹۵ زره او ۴۷ ته لوړ شو.
چارواکي وايي تر اوسه په هند کې د کورونا وېروس له امله نږدې دیارلس زره کسان مړه شوي دي.
کورونا وېروس د ولسمشر ټرمپ غونډه هم پیکه کړه:
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تېرې مارچ میاشتې راهیسې نسبتاً په لږه ګڼه ګوڼه کې او د اټکل خلاف خپلې ټاکنیزې کمپایني غونډې پیل کړې دي.
د روانې اونۍ لومړیو کې، ټرمپ پر ټوېټر ولیکل چې د اوکلاهوما ایالت به ټولسا ښار کې د کمپایني غونډې لپاره یې کابو یو میلیون کسانو د ګډون د ټکټونه ترلاسه کولو غوښتنې کړې دي.
خو شنبه ماښام د غونډې ځای چې یوازې د ۱۹ زره کسانو لپاره جوړ شوی و، لاهم تشې څوکې پکې ډېرې تر سترګو کېدې.
دا په تېرو څلورو میاشتو کې د ټرمپ لومړنۍ کمپایني غونډه وه او په امریکا کې لاهم د کورونا وېروس د خپرېدو له کبله ټولبندیز روان دی. د غونډې له پیلېدا مخکې د ټرمپ ټاکنډلې وویل، د ۶ کمپاین کوونکو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پایلې یې مثبتې وې.
په امریکا کې د جانز هاپکنېز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې تر اوسه تر ۲٫۲ میلیون ډېر کسان په کوویډ-۱۹ اخته شوي او ۱۱۹ زره کسان ترې مړه شوي دي.