روغتیا وزارت: د حکیم الکوزي "درملو" کې ۹ ډوله نشه یي توکي شامل دي؛ باید فعالیت یې ودرول شي

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وایي، هغه په نامه درمل چې له څه مودې راهیسې د حکیم الکوزي لخوا د کوورنا وېروس درملنې په نامه خلکو ته ورکول کېږي، ۹ ډوله نشه یي یا ارام بښونکي توکي پکې شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت له کورنیو چارو وزارته غوښتي چې د حکیم الکوزي فعالیت ودروي او نوموړی دې قانوني تعقیب شي.
ښاغلي عثماني نن د چارشنبې پر ورځ (د جون لسمه) خبریالانو ته وویل هغه درمل چې حکیم الکوزی یې خلکو ته ورکوي، ناروغ پرې یو ډول روږدی کېږي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي: "ما دا موضع د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې هم مطرح کړې وه او د ښاغلي ولسمشر هدایت همدا و چې هغه څه چې له حقوقي پلوه د منلو وړ وي، هماغه دې پلی شي. دا مو تېره ورځ اجرا کړل او له رسنیو سره مو هم شریک کړل".
ښاغلي عثماني زیاته کړه، پرون سې شنبه یې هم د حکیم الکوزي په اړه یو مکتوب لاسلیک کړی او کورنیو چارو وزارت ته یې لیږلی چې فعالیت یې ودروي او نوموړی له قانوني څار سره مخ شي.
دی وايي، د ساینس کمېټه چې له روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي هم پر دې نظر ده چې د حکیم الکوزي فعالیت باید ودرول شي.

د عکس سرچینه، MOPH
د عامې روغتیا وزارت د غبرګولي په ۱۱مه هم ویلي وو، هغه دودیز درمل چې د حکیم الکوزي په نامه د کندهار د یوه اوسېدونکي لخوا جوړ شوي او د کورونا وېروس درملنې په نامه خلکو ته ورکول کېږي، د تائید وړ نه دي او خلک یې باید ونه کاروي.
د عامې روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح په وینا، وزارت دې برخه کې د نوښتونو ملاتړ کوي، خو هر محصول باید د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له تائید وروسته وکارول شي.
حکیم الکوزی چې د کندهار اوسېدونکی دی ادعا کوي چې داسې (درمل) یې جوړ کړي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره مؤثر او د ده په وینا په څو ساعتونو کې ناروغ رغوي.
په تېرو څو اوونیو کې ګڼ کسان په کابل کې د ده کلینک ته ورغلي او هڅه یې کړې چې دا درمل ترلاسه کړي، ان تر دې چې کله د ده کلینک وتړل شو نو یو شمېر کسانو یې د تړل کېدو پر ضد احتجاج هم وکړ.








