تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځلا ځاځۍ؛ د یوې ځوانې چارواکې ګومارنې ته بېلابېل غبرګونونه
ځلا ځاځۍ د خوست امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو اداره کې تازه دنده پیل کړې. نوموړې د افغان پولیسو لومړنۍ ښځینه کارکوونکې نه ده، خو پر خواله رسنیو د هغې د ټاکل کېدو په اړه بیلابیل غبرګونونه ښودل شوي.
اغلې ځاځۍ پرون یکشنبه ( د جون ۷ ) د خوست د پولیسو د جنايي جرمونو ضد څانګې د دفتر د آمرې په توګه پر دنده پیل وکړ.
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د اغلې ځاځۍ د ګومارل کېدو ستاینه کړې، خو ځینو نورو بیا پرې نیوکې کړې دي او پر دې دنده یې د هغې ګومارل سمه پریکړه نه ده بللې. له همدې کبله پر خواله رسنیو د دې ګومارنې د پلویانو او مخالفینو ترمنځ خورا تود بحث پیل شوی.
ایاز خان پر خپله فیسبوک پاڼه د یوې نجلۍ انځور چې وايي د ځلا ځاځۍ دی خپور او ویلي یې دي چې په فیسبوک کې د خپل انځور پر ځای د هغې د انځور په خپرولو ویاړي.
د افغانستان ملاتړي په نوم فیسبوک پاڼه کې پر هغو کسانو نیوکه شوې چې د اغلې ځلا له ګومارنې سره یې مخالفت ښودلې او ان هغوی ته یې بد رد ویلي.
دې پاڼه کې په ځانګړې توګه د لوستو کسانو د نیوکو په ځواب کې د پيغور په بڼه ویل شوي چې په افغانستان کې د نورو قومونو مېرمنې چې په دولتي ادارو کې کار کوي هڅول کیږي. خو ان لوستو کسانو ځلا ځاځۍ پسې سپکې سپورې ویلې دي.
اکرام ماموند د اسلام په لومړنیو کلونو کې د ځینو مخکښو مېرمنو نومونه یاد کړي او د اغلې ځاځۍ د ګومارنې مخالفینو ته یې په ځواب کې ویلي چې : "ښځه انسان دی او د انساني کرامت درناوی یي، زمونږ دیني، فرهنګي او پښتني مسولیت او مکلفیت دی ".
زینت افغان پر ټویټر د ځلا ځاځۍ انځور خپور کړی او له هغې یې مننه کړې چې په داسې یوه ټولنه کې یې دومره دروند مسؤلیت پر اوږو اخستی چې د دې په وینا نارینه په کې واکمن دي.
زاهد خان اختر پر ټویتر غوښتنه کړې چې افغان مېرمنې باید بې جراته نه کړل شي او ملاتړ دې یې وشي. د ده له نظره پر عامه دندو د مېرمنو د ګومارنې په وړاندې یوازینی خنډ نرواکي ده.
محمد ابراهیم ماموند لیکلي: "افرين. ښځې ددې ملت نيم وجود دی او که نيم وجود فلج کړې نو وجود ژوندی نه پاتې کيږي ".
د مخالفینو نظرونه څه دي؟
خو مسعود وردګ د اغلې ځلا له ګومارنې سره په دې دلیل مخالف دی چې وايي میرمنې د طبیعت له پلوه مهربانه دي نو ځکه نه شي کولی چې داسې یوه دنده پرمخ بوځي چې د جزا او مجازاتو اړوند وي.
یو شمیر نورو پر اغلې ځاځۍ نیوکې کړې او لکه د مسعود وردګ په څېر یې دا ټاکنه پر ځای نه ده بللې. ځینو نورو د هغې پر شخصي حریم تیری کړی او ځینو بیا د هغې جامو ته ګوته نیولې ده.
حیران الله حیران لیکلي ځلا د اروپايي فرهنګ تر اغیز لاندې راغلې.
د اغلې ځاځۍ ګومارلو ته په غبرګون کې د فیسبوک او نورو خواله رسنیو ښځینه کاروونکو د حکومت د دې ګام هرکلی کړی او دا یې هڅولې ده. په نارینه و کې یې هم د مخالفینو شمیر کم دی.
که څه هم د ځلا ځاځۍ پر ګومارلو ګڼ شمېر کسانو منفي غبرګون ښودلی خو ظاهرا داسې ښکاري چې لږ تر لږه پر خواله رسنیو د مخالفینو پر تله د ملاتړو شمېر زیات دی..