افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره پر وخت او ځای ټاکلو بوخت دی

طالبنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو له خپلمنځي خبرو مخکې د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کېدل مهم بولي.
    • Author, نجیب الله پاڅون
    • دنده, بي بي سي

په داسې مهال چې د افغان حکومت او طالبانو ځانګړې ډله کابل کې د زندانیانو د خوشي کولو پروسه څاري، د افغانستان د سولې چارو وزارت وایي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ځای او وخت پر ټاکلو هم بحثونه روان دي.

د سولې د چارو وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو داسې ګومان کیږي چې قطر، جرمني، ازبکستان او ناروې هغه هیوادونه دي چې هلته بین دا خبرې کیدلی شي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رهبري کمیټه لا نه ده بشپړه شوې.

ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وایي، د دې شورا د رهبرۍ کمیټې بشپړیدو چارې روانې دي، چې ټول قشرونه به پکې ونډه ولري.

دغه سرچینه له نوم پرته بي بي سي ته زیاتوي، د مصالحې رهبري شورا نږدې ورځو کې بشپړیږي خو سرتاسري تشکیل یې وخت غواړي.

د دغې سرچینې په وینا، دې شورا سل ورځنی کاري پلان هم تیار کړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ټوېټ کې لیکلي چې د دې ډلې مرستیال مشر او ور سره پلاوی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او جنرال مېلر سره د بندیانو پر خلاصون او د سولې پر خبرو غږېدلی دی.

"په دې کتنه کې دواړه لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په باره کې خبرې وکړې. "

طالبانو څو وارې ټینګار کړی که امریکا سره د شوي تړون له مخې پنځه زره زندانیان یې خوشي نه شي، دوی بین الافغاني مذاکرات نه کوي.

تر پرونه د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب زندانیانو شمېر د چارواکو په وینا له درې زرو واوښت.

طالبان چې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د بندیانو خوشي کول مهم بولي وايي، تر اوسه یې د افغان دولت ۴۶۰ بندیان خوشي کړي دي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې، افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او دا ډله د حکومت زر بندیان خوشي کوي.

د خلیلزاد او باجوه لیدنه

زلمی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد له قطر وروسته پاکستان ته تللی او هغه پسې افغانستان ته راځي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر، پاکستان او افغانستان ته سفرونه پیل کړي دي.

د نوموړي د سفرونو یو موخه په سیمه کې د دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل هڅې دي.

د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال بابر افتخار لیکلي، چې ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د پوځ له لوی درستیز قمر باجوه سره ولیدل.

د نوموړي په وینا، دواړو پر خپلمنځي ګټو او د افغان کډوالو او افغان پخلاینې په ګډون پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې.

ټاکلې ده چې زلمی خلیلزاد له پاکستان وروسته کابل ته را شي او له افغان چارواکو سره وویني.