افغان کرېکټ بورډ د فساد قضیه کې پر شفیق الله شفق شپږ کاله بندیز ولګاوه

شفق

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شفیق الله شفق پر ځان لګېدلي تورونه منلي او له همدې کبله سزا کې نرمي ورسره شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق د شپږو کلونو لپاره د کرېکټ په هر ډول سیالیو کې د ګډون بندیز لګولی دی. د نوموړي په اړه دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې ښاغلي شفق ومنله چې د کرېکټ بورډ د فساد لایحې نه یې سرغړونه کړې ده.

پر شفیق الله شفق د فساد اړوند څلور تورونه لګېدلې وو او نوموړي په دې ټولو برخو کې خپله ملامتي منلې ده.

دا تورونه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ شل اوریزه سیالیو او په ۲۰۱۹ کال کې د بنګله دیش د غوره لیګ شل اوریزه سیالیو پورې تړاو لري.

شفیق الله شفق د لوبې پرمهال د فکسینګ یا جوجاړي، په سملاسي توګه مسؤلو چارواکو ته د بډې وړاندیز په اړه خبر نه ورکولو، د قانون خلاف معاملو کې د اسانچاري رول لوبولو او د بډې په تړاو د فساد ضد قانون د اړونده مادو د حکم له مخې پړ بلل شوی دی.

د همدې قانون له مخې ښاغلي شفق دا غوره بللې چې د محاکمې پر ځای لګېدلې تورونه او له مخې یې ټاکل شوې جزا ومني.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د فساد ضد څانګې مشر سید انور قریشي ویلي دا لوی جرم دی چې د ملي لوبډلې یو وتلی لوبغاړی د شل اوریزه غوره لیګ لوړې کچې سیالیو پرمهال په فساد کې ښکېليږي.

شفق

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، شفیق الله شفق د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلي تیز توپوهونکی دی، او ترڅنګ یې وخت نا وخت د وېکټ ساتونکي په توګه هم لوبېدلی.

نوموړي ویلي شفق دغه راز په ۲۰۱۹ کال کې د بنګله دیش د غوره لیګ شل اوریزه سیالیو پرمهال هڅه کړې چې د خپلې لوبډلې لوبغاړی د فساد په یوه معامله کې را ګډ کړي، خو بریالی شوی نه دی.

ښاغلی قریشی ټېنګار کوي چې دا جزا هغو لوبغاړو ته یو خبرداری دی چې فکر کوي د دوی ناقانونه کړنې به د کرېکټ بورډ له سترګو لرې پاتې شي، خو وايي د دوی د څار ساحه تر هغه ډېره پراخه ده چې فکر یې کیږي.

نوموړي ویلي که شفق له دوی سره د دې قضیې په څېړنو کې مرسته نه وای کړې نو جزا به یې له دې هم سخته وه.

شفیق الله شفق د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلي تیز توپوهونکی دی، او ترڅنګ یې وخت نا وخت د وېکټ ساتونکي په توګه هم لوبېدلی.

نوموړي تر دې دمه د افغانستان لپاره په ۲۴ یو ورځنیو لوبو کې ۴۳۰ منډې جوړې کړې دي او همدا راز په ۴۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۴۹۴ منډې کړې دي.