کرېکټ: د پاکستان پر عمر اکمل ۳ کلن بندیز ولګول شو

Pakistan batsman Umar Akmal throws a ball in training

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عمر اکمل دوه نور وروڼه هم د پاکستان ملي لوبډلې لپاره لوبېدلی دي

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې توپ وهونکی عمر اکمل د مالي فساد اړوند یوه قضیه کې د اړونده څانګې نه خبرولو له امله درې کاله د کرېکټ له هر ډول لوبو منع کړل شو. پر ۲۹ عمر اکمل نن ( دوشنبه اپریل ۲۷) د ډېسېپلین کمیټې د يوې پريکړې له مخې درې کلن بندیز ولګول شو.‌

د پاکستان کرېکټ بورډ عمر اکمل د فساد ضد کوډ څخه د سرغړونې په دوه مواردو کې پړ بللی.

پر نوموړی تور وو چې مشکوکو کسانو یا یوه مشکوک کس له ده سره اړیکه نیولې وه او د بډو اخیستو وړاندیز ورته شوی و، خو ده نه کرېکټ بورډ او نه هم د فساد ضد څانګې ته خبر ورکړی و.

د پاکستان د کرېکټ بورډ د فساد ضد څانګې مشر او سکرتر اصف محمود وویلي، د پاکستان کرېکټ بورډ په دې خوښ نه دی چې د ښې راتلونکې لرونکی نړیوال کرېکټ لوبغاړی د درې کلونو لپاره د فساد اړوند تور له امله د کرېکټ وړ ونه بولي.

خو هغه زیاته کړې،‌ دا یو ځل بیا ټولو هغو کسانو ته پر وخت خبرداری دی چې فکر کوي د فساد ضد لایحه ماتولی شي او پوښتنه به نه ورنه کېږي.‌

نوموړي له ټولو مسلکي لوبغاړو غوښتنه کړې چې د فساد له خطره ځان لرې وساتي او له کوم مورد سره د مخامخ کېدو په صورت کې سمدستي اړونده چارواکو ته خبر ورکړي.

عمر اکمل د هغو درې ورونو کشری دی چې په نړیواله کچه د پاکستان لپاره لوبیدلي.

هغه په ۲۰۰۹ کال کې په نولس کلنۍ کې په ټسټ لوبه کې سلیزه کړې وه او ۱۶ ټسټ، ۱۲۱ یوه ورځنۍ نړیوالې او ۸۴ نړیوالې شل اوریزې لوبې یې کړي دي.

په تېرو څو کلونو کې هغه څو ځله له کرېکټ ویستل شوی او بیا لوبډلې ته راوستل شوی.

له دې وړاندې عمر اکمل یو ځل د بدني وړتیا ارزونه کې پاتې راغی او په ۲۰۱۷ کال کې له دې کبله په درې لوبو کې له برخې اخستو منع کړل شو چې پر خپل روزونکي میکي آرتر یې نیوکې کړې وې.

له دوه کلن ځنډ وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان کرکټ بورد هغه بیرته را وغوښت او په تېره اکتوبر میاشت کې د شري لنکا خلاف دوه شل اوریزه لوبو کې یې برخه واخسته، خو په دواړو لوبو کې په لومړي توپ وسوځید.