کورونا وېروس؛ د برتانیا لومړی وزیر روغتون ته ولېږدول شو

جانسن

د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، د لا نورو معاینو لپاره روغتون ته ولېږدول شو.

لس ورځې مخکې د ښاغلي جانسن د کورونا وېروس تایید شو.

د برتانیا لومړي وزارت د دفتر یو ویاند وايي، ښاغلی جانسن د پرلپسې تبې په ګډون اوس هم د کورونا ځینې نښې لري.

د دې ویاند په خبره، د ډاکټرانو په سپارښتنه ښاغلی جانسن د احتیاط لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

ویل کېږي نوموړی په روغتون کې بستر کېږي.

د برتانیا لومړی وزیر لا هم د حکومت مشر دی، خو ټاکلې ده چې د دوشنبې په ورځ د کورونا وېروس د ارزونې غونډه د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ وشي.

ښاغلی جانسن له هغې ورځې را هیسې له کور کار کوي چې دا وېروس پکې وپېژندل شو.

نوموړي د جمعې په ورځ هم د ویډیو له لارې د کورونا وېروس په هکله غونډه کې ګډون درلود.

ښاغلي جانسن د جمعې په ورځ د یوې ویډیو خپرولو سره وویل، لا هم د کورونا وېروس نښې پکې ښکاره کېږي.

نوموړی دې ویډیو کې وايي: "لا هم تبه لرم، ځکه باید د حکومت سپارښتنو ته په پام، خپل شخصي کرنتین ته دوام ور کړم، ترڅو د دې ناروغۍ نښې ورکې شي".

د ښاغلي جانسن مېرمن کري سایمونډز- چې مېندواره هم ده- یوه اونۍ مخکې وویل، د کورونا نښې پکې شته، خو لا یې هم دا ناروغي تایید شوې نه ده.

له کله چې د ښاغلي جانسن ناروغي مالومه شوې، دواړه جلا ژوند کوي.

کورونا
کورونا