راشد او مجیب د انګلنډ د سل توپیز لیګ ګرانبیه لوبغاړي شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان او سپېن بالر مجیب ځدراڼ راتلونکي کال لپاره د انګلستان سل توپیز غوره لیګ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړو په ډله کې واخیستل شول. راشد خان همدا راز د دې سیالیو په بولۍ کې لومړی لوبغاړی و چې واخیستل شو.
په دې لیګ کې څلور نور افغان کرکټ لوبغاړي هم وپېرل شول. راشد خان به په ټرېنټ راکېټس، مجیب الرحمان په ناردرن سوپرچارجرز، محمد نبي په لندن سپېرېټ او قیس احمد به په وېلش فایر لوبډله کې لوبېږي.
راشد خان او مجیبالرحمن په ۱۲۵ زره پونډو، محمد نبي په ۱۰۰ زره او قیس احمد بیا په ۶۰ زره پونډه پېرل شوي دي.
۱۲۵ زره پونډه په دې لیګ کې د یو لوبغاړي لپاره تر ټولو لوړه بیه وه، چې د راشد خان ترڅنګ معین علي او جېسن رای هم په همدې بیه واخیستل شول.
دغه سیالۍ به په را رون اوړي کې په انګلستان او ویلز کې تر سره شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې سیالیو د اصولو له مخې، یو توپ اچوونکی په یو اوور کې پنځه توپه اچوي، خو د ۱۰ توپونو د اچولو حق هم لري. په هره لوبه کې به شل اوره وي، او په هر اوور کې د پنځو توپونو په حساب ټوله پاڼۍ به سل توپه وي.
بل توپیر یې دا دی چې د پاور پلې پر مهال ۹ لوبغاړي کولای شي چې له دایرې بهر ودرېږي، خو دوه لوبغاړي باید د دایرې دننه پاتې شي.
په دغه لیګ کې به ځینې نور نامتو نړیوال لوبغاړي هم برخه اخلي. د اسټرالیا سټو سمېت او مېچل سټارک به د وېلش فایر ته لوبه کوي، خو ډیوډ وارنر له سدرن برېو لوبډلې سره یو ځای شوی.
له راشد خان سره په ټرېنټ راکټس لوبډله کې د انګلستان د ټېسټ لوبو کپتان جو روټ هم شته. نوموړي ویلي، راشد خان د نړۍ یو تر ټولو غوره لوبغاړی دی او سخته سیالي کوي.










