کرېکټ: لانس کلوزنر د افغان ملي لوبډلې روزونکی وګومارل شو

د عکس سرچینه، Richard Heathcote
افغان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د سویلي افریقا پخوانی الراونډر کرېکټ لوبغاړی لانس کلوزنر د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.
کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، د فیلېپ سیمنز د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته یې د نوي روزونکي لټون پیل کړ او د لسګونو غوښتنلیکونو له ترلاسه کولو او مرکو وروسته یې د ښاغلي کلوزنر انتخاب وکړ.
له افغان کرېکټ بورډ سره د د فیلېپ سیمنز قرارداد په جولای کې پای ته ورسېد.
د وېسټ انډیز پخوانی الرونډر کرېکټ لوبغاړي فېل سایمنز له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونه کوله.
د افغانستان د کرېکټ بورډ هغه مهال مشر عزیزالله فضلي له بي بي سره خبرو کې ویلي و، کرېکټ بورډ غواړي داسې یو کس د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وګوماري چې د دوی پر شرایطو برابر وي، او تر ټولو مهم شرط دا دی چې نوی روزونکی په افغانستان کې کار کولو ته چمتو وي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزی د نوي مشر روزونکي په اړه وايي:
''دا چې ملي لوبډله به راتلونکی کال د اسیا جام او د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې ګډون کوي، زه په دې باوري یم چې لانس کلوزنر به د ملي لوبډلې لپاره ډېر اغېزناک واوسي. ''
ښاغلي کلوزنر وايي، هیله من دی، افغان لوبډله به د پیاوړتیا او پرمختګ پر لوري بوځي چې په یوه غوره کټګورۍ کې به ځای ومومي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې ۴۸ کلن کلوزنر د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو کې د ممبۍ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي دنده درلوده او د سویلي افریقا د کرېکټ ملي اکاډيمۍ د روزونکي په توګه یې هم مسئولیت درلود.
نوموړي د خپل هېواد د کورني کرېکټ د ډالفېن فرنچایزي د مشر روزونکي، د زمبابوې د توپوهنې روزونکي او دغه راز په دې وروستیو کې د سویلي افریقا د نړیوالې شل اوریزې لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.








