تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مهاتما ګاندي د مړي اېرې غلا شوې دي
هندي پولیس وایي، د دې هېواد د خپلواکۍ مخکښې څېرې مهاتما ګاندي د مړي اېرې، د هغه د ۱۵۰مې کلیزې پر ورځ غلا شوې دي. دا اېرې په ۱۹۴۸ کال کې د ګاندي له وژلو کېدو راهیسې مدهیه پردېش په رېوه ښار کې په یوه یادګاري مقبره کې ساتل کېدې.
غلو د ګاندي پر هغو عکسونو په شنه رنګ کې د "غدار" کلمه لیکلې ده چې د مقبرې پر دېوالونو را ځوړند وو.
ځینې سخت دریځي هندوان له دې کابله ګاندي غدار بولي چې د هندوانو او مسلمانانو د یووالي خبره یې کوله، سره له دې چې ګاندي پخپله یو ژمن هندو و.
پولیسو بي بي سي ته ویلي، دوی دا پېښه د ملي یووالي او سولې ضد عمل په توګه څېړي. د ګاندي د مقبرې منتظم منګل دیپ سېنګ دا کار د شرم وړ عمل بللی دی.
په سیمه کې د کانګرس ګوند مشر ګورمیت سېنګ د دې غلا په اړه پولیس خبر کړي وو. نوموړی وایي، دا لیونتوب باید پای ته ورسېږي او پولیس باید د امنیتي کامرو په مرسته غله پیدا کړي.
مهاتما ګاندي د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې پر هند د برتانیې استعماري واک پر ضد مبارزه کوله، چې وروسته یې د عدم تشدد فلسفه په ټوله نړۍ کې خوره او وستایل شوه.
ډېری هندیان نوموړی د خپل ملت بابا بولي. خو سخت دریځي هندوان پر نوموړي نیوکه کوي چې له مسلمانانو سره یې ډېره نرمي کوله، او ان د هند د وېشل کېدو او د پاکستان د رامنځته کېډو پړه پر ګاندي ور اچوي.
ګاندي په ۱۹۴۸ کال کې د جنورۍ پر څوارلسمه نېټه د یو هندو سخت دریځي لخوا ووژل شو. تر مړینې وروسته د هغو د مړي د اېرو یوه برخه، له هندو عقیدې سره سم سیند ته واچول شوه.
خو د هغه د ډېرت شهرت له کبله یو څه اېرې یې وساتل شوې او د هند بېلابېلو برخو کې یادګاري مقبرو ته ولېږل شوې.