وکیله او ماشوم یې له پارلمانه و ایستل شول

کینیا
د عکس تشریح، زلیخا حسن خپل د پنځو میاشتو ماشوم پارلمان ته بېولی و

د کینیا د پارلمان مشر یوې ښځینه وکیلې ته له دې کبله له تالاره د وتلو امر وکړ چې هغې خپل د پنځو میاشتو ماشوم عمومي جلسې ته راوستی و.

د رئیس دې امر نورې ښځینه وکیلانې په قهر کړې او ګڼ شمېر یې د احتجاج په توګه له تالاره ووتلې.

ښځینه وکیلې زلیخا حسن غونډې ته وویل، له مجبوریته یې خپل د پنځو میاشتو ماشوم عمومي جلسې ته راوستی و، او زیاته یې کړه چې په پارلمان کې وکیلانو د اولادونو لپاره وړکتون هم نه شته.

خو د کینیا د پارلمان د داخلي اصولو له مخې "نا اشنا خلک او ماشومان تالار ته د ننوتلو اجازه نه لري".

یو شمېر نارینه وکیلانو د زلیخا حسن دا کار وغندلو او د شرم وړ یې وبللو. د پارلمان مشر کرېسټوفر اومیول زلیخا حسن ته وویل، له ماشوم پرته کولی شي چې بېرته جلسې ته راشي.

د دې ناندرۍ له کبله په پارلمان کې ګډوډي رامنځته شوه. یو شمېر وکیلانو شعارونه ورکول او یو بل یې ټېل وهل.

زلیخا حسن پارلمان غونډې ته وویل، که غواړي چې نورې ښځې هم د وکیلانو په توګه را مخې ته شي نو باید د هغوی لپاره یوه دوستانه فضا رامنځته شي.

نیو زیلنډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیو زیلنډ لومړۍ وزیره څو ځله له خپل ماشوم سره پارلمان جلسه کې لیدل شوې

په ۲۰۱۷ کال کې د کینیا پارلمان هغه قرارداد تصویب کړ چې له مخې یې ټاکل شوې وه د پارلمان په ودانۍ کې د ښځینه وکیلانو لپاره ځانګړې خونې جوړې شي، چې پکې خپلو ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي. خو تر دې دمه د پارلمان په ودانۍ کې دا اسانتیا نشته.

د نړۍ په ځینو پارلمانونو کې لیدل شوي چې ښځینه وکیلانې په عمومي جلسه کې ناستې دي او خپلو ماشومانو ته تی ورکوي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډن په ۲۰۱۸ کال کې خپل د درېیو میاشتو ماشوم ان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته له ځان سره بېولی و.