سلمان خان د مودي پر بریا خوښ او د پریانکا منندوی

سلمان خان له کترینه کیف سره یو ځای د خپل شریک فلم 'بهارت' تبلیغاتي کمپاین پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سلمان خان له کترینه کیف سره یو ځای د خپل شریک فلم 'بهارت' تبلیغاتي کمپاین پر مهال
    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بي بي سي لندن

د بالیووډ له دود سره سم سلمان خان هم د تل په څېر نوی فلم نندارې ته وړاندې کوي، خو له دې هم مخکې لومړی وزیر نریندرا مودي د رایو اکثریت له ګټلو وروسته یو ځل بیا واکمنۍ ته چمتوالی کوي او بالیووډ کې سلمان خان له هغو مخکښو کسانو یو دی چې مودي جي ته د بریا مبارکي ورکوي.

سلمان خان په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

''د یوه پیاوړي هند په رامنځته کولو کې له زړه درسره ملګری یم ''.

سلمان خان نن سبا له ښاغلي مودي سره د ملګرتیا تر څنګ له ممثلې کترینا کیف سره هم ملګری دی، ځکه څو ورځې وروسته یې شریک فلم 'بهارت ' نندارې ته وړاندې کېږي او سلمان خان د فلم تبلیغاتي کمپاین لړ کې نژدې هر ټلویزیوني چېنل کې له کترینه سره یو ځای لیدل کېږي.

سلمان خان معمولاً په ټلویزیوني مرکو کې د کترینه نیمګړې خبره بشپړوي او یا هم داسې حال کې لیدل کېږي چې د کترینه ستاینه کې غر پر غره ولي، خو یوه جمله ډېره تکراروي او هغه ده، 'مننه پریانکا '

کیسه داسې ده چې دغه فلم کې لومړی مرکزي رول پریانکا چوپړا ته ورکړل شوی و، خو نوموړې وروستي وخت کې له رول لوبولو انکار وکړ، ځکه واده یې نژدې شوی و.

ښايي سلمان خان دا خبره خوښه نه شوه، یا دا چې له زړه غواړي خو په خوله نه شي ویلای چې پریانکا یې په فلم کې له رول لوبولو انکار کړی، ځکه په خبرو خبرو کې د پریانکا یادونه ترې کېږي. بې له دې هم بالیووډ کې یوه خبره ډېره مشهوره ده او هغه دا چې د 'سلمان خان نه دوستي معلومه ده او نه هم دښمني ' او د دې خبرې ژوندی مثال خلک وویک اوبرای ته تېروي.

ښايي له وویک اوبرای سره بخت یاري نه کوي. د ده له نوم اورېدو سره د خلکو په ذهنونو کې د ایشوریه رای، سلمان خان او خپله د وویک داسې انځورونه ګرځي چې غوږونه یې نیولي او توبه باسي.

نوموړي تېره اونۍ د ایشوریه رای په تړاو یوه ټویټ دویم ځل له خپلو ببولالو سره شریک کړ او یو نوی غم یې ځان ته وموند. سره له دې چې وروسته یې بخښنه هم وغوښته، خو نه یوازې پر خواله رسنیو یې سپکې سپورې واوریدې، بلکې د ښځو حقونو یوه تنظیم خبرداری ورکړ او یوې خیریه موسسې یې میلمستیا هم لغوه کړه.

وویک اوبرای په خپل نوي فلم کې د نریندرا مودي رول لوبولی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وویک اوبرای په خپل نوي فلم کې د نریندرا مودي رول لوبولی

دا خواراکی تل په یوه نا یوه جنجال کې اوښتی وي. په سختۍ سره یې رول موندلی و، چې د ټاکنو له کبله یې نندارې ته د فلم وړاندې کېدل وځنډېل او د فلم له نندارې لږ مخکې اوس دا جنجال ورله غاړې شو. معلومه نه ده چې د فلم عاید کې به دې موضوع کې نوموړي ته ګټه وکړي که نه.

د نریندرا مودي پر ژوند لیک فلم جوړونکی اومنګ کومار وايي، وویک ټوکه کړې، خو خبره ډېره اوږده شوه. په هر صورت اومنګ کومار هیله من دی چې ټاکنو کې د ښاغلي مودي بریا سره به د ده فلم ته هم ګټه ورسېږي.