له مخالفتونو سره سره د سولې مشورتي لویه جرګه سبا پیلېږي

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، مخالفین یې وایي چې ولسمشر غني دا جرګه د سیاسي ګټو لپاره را بللې
    • Author, ملائکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

د سولې مشورتي لویي لویې جرګې جوړوونکی کمیسیون وايي، دې ناستې لپاره هر اړخیز چمتوالی نیول شوی او غړي یې کابل کې را ټول شوي. یاده جرګه دوشنبه د اپرېل پر ۲۹مه (غوایي نهمه) د څلورو ورځو لپاره پیل کېږي.

د دې جرګې موخه افغان حکومت ته له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو سلا مشوره ور کول دي.

بله خوا د ولسمشریزو ټاکنو اتلسو نوماندانو څخه څه باندې دولسو یې دا جرګه یوځل بیا تحریم کړه او له خلکو یي وغوښتل چې ګډون په کې ونه کړي.

وسله والو طالبانو هم د یکشنبې په ورځ رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې یو ځل بیا دا ناسته فرمایشي وبلله.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د غويي اتمې نیټې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې چې د مجاهدینو د بریا ورځ ګڼل کېږي وویل، د سولې په تړاو ټولیزې مشورې ته اړتیا لري او ټول باید د ولس غوښتنې او مشورې ومني.

عبدالله

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي دې جرګه کې ګډون نه کوي

افغان حکومت وايي، له دې جرګې د ولس غوښتنې او مشورې را ټولوي چې د سولې په بهیر کې یې په پام کې ونیسي.

د ښاغلي غني دې وینا پر مهال مخامخ ورته د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او جهادي مشر ګلبدین حکمتیار ناست وو چې دواړو د سولې مشورتي لویې جرګې سره وار له مخې پرېکون اعلان کړی.

له ارګ باندې دولسمشریزو ټاکنو د دولس نورو نوماندانو استازي هم نن دوشنبه سره راتول شوي وو او دا ځل یې په ګډه له دې جرګې سره پرېکون اعلان کړ.

دوی د یوې اعلامیه په ترڅ کې دا جرګه د حکومت لخوا سفارشي او ټاکنیز کمپاین وباله.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم چې له دې مخکې د سولې لپاره د لویې جرګې یو ملاتړی و، پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې جرګې د ځنډولو غوښتنه کړې.

د ده په باور دا جرګه د سولې د روان بهیر په ګټه نه ده.

وسله والو طالبانو هم دا ناسته د ولس غولولو لپاره یوه فرمایشي جرګه وګڼله او دوی هم له خلکو وغوښتل چې ګډون پکې ونکړي.

حکمتیار

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ګلبدین حکمتیار هم له دې جرګې سره پرېکون اعلان کړی

خو د سولې مشورتې لویې جرګې د جوړونکي کمیسیون غړی نجیب امین وایي، خلک سولې ته لیواله دي او د سیاستوالو او طالبانو پریکون به بې اغیزې وي.

ټاکل شوې ده چې په دې جرګه کې شاوخوا درې زره کسان ګډون وکړي چې دېرش سلنه به یې ښځې وي. د سیاسي څېرو او پارلمان غړو تر څنګ نور ګډونوال یې په ټاکنیز ډول د ولایتي شورا لخوا غوره شوي.

دا جرګه چې ټاکل شوې سبا رسما پیل شي، لومړی به د جرګې مشر ټاکل کېږي او اداري پلاوی به یې د کمیټو په حدود کې جوړېږي چې سولې ته د رسیدو په لارو چارو او له طالبانو سره د خبرو په چار چوکاټ به بحث کوي.

تمه کېږي چې جرګه به د خپلې ناستې په پای کې افغان حکومت ته د سولې په اړه خپل وړاندېزونه وړاندې کړي.

جرګه

د عکس سرچینه، DAWOODZAI FACEBOOK

د عکس تشریح، د جرګې لپاره کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

په تېرو څه باندې اوولس کلونو کې څو بیلا بیلې لویې جرګې ترسره شوې. په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون جوړولو لپاره لویه جرګه را بلل شوې وه. په ۱۳۸۹ کال کې د ۱۶۰۰ کسانو په ګډون د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شوې وه .

حامد کرزی هغه مهال ولسمشر و او یو شمېر سیاسي مخالفینو یې هغه جرګه د ده لخوا یوه فرمایشي جرګه ګڼلې وه.

وروستۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۹۰ کال کې له امریکا سره د امنیتي تړون په هکله وه چې وروسته بیا دا ټړون د ښاغلي غني واکمنۍ په وخت کې د ښاغلي حنیف اتمر لخوا لاسلیک شو.