تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ماشوم ته تر ۵ کلنۍ د مور د شېدو ګټې شته؟
تر پنځه کلنۍ چې ماشومان ښوونځی پیلوي ایا د مور د شېدو ورکولو ګټې شته؟
یوه مور ده. خپلې پنځه کلنې لور، او دوه کلن زوی ته تی ورکوي.
یو نېم وخت دواړو ته په ګډه، او باور لري چې کوچنیانو ته یې ګټه لري.
د دې په باور واړه یې لږ ناروغېږي.
۲۹ کلنه یما شاردلو هوډسن په دې اړه مثبت نظر لري.
دا وايي: " ځکه چې شېدو کې انټي بادي دي."
په برتانیا کې مشوره دا ده چې تر کومه مور او ماشوم غواړي تی ورکولی شي.
د روغتیايي خدمتونو برخې هېڅ داسې وخت نه دی ځانګړی کړی چې مور باید پۍ ورکول بس کړي.
د ماشوم د ژوند لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې ورته د مور د شېدو وړاندیز کېږي.
او له شپږو میاشتو وروسته بیا له دې سره د ځینې نورو خوړو د ورکولو هم وايي.
د مور شیدې له هر څه ښې
تجربې ښيي ماشوم ته تی ور کول دواړو مور او ماشوم ته ګټې لري.
د مور شېدې ماشوم له عفونت، اسهال او استفراق ژغوري.
او فکر کېږي چې وروسته یې د چاغوالي او نورو ناجوړیو خطر کموي.
د مور لپاره د تي او تخمدان د سرطان خطر کموي.
خو تر څومره وخت؟
تر اوسه برتانیا کې د پوره شواهدو د نشتوالي له امله دې ته یو ځواب نه دی موندل شوی چې تر څومره وخت دې مور ماشوم ته تی ورکړي.
د ملي روغتیايي خدمتونو وېبپاڼه لیکي: "ماشوم ته له دوه کلنۍ وروسته، له نورو خوړو سره، سره تی ورکول لا غوره دي.
تاسې او تاسې ماشوم تر هغو چې خوند ترې اخلئ، د مور د شېدو له ګټې برخمنېدلی شئ. "
د روغتیا نړیوال سازمان په دې باور دی چې ماشوم ته باید تر دوه کلنۍ او له هغه وروسته د مور شېدې ورکړل شي.
خو د ماشومانو ډاکټر مکس داوي وايي، له دوه کلنۍ وروسته د شېدو ورکولو ګټې لږ اثبات شوې.
"په دوه کلنۍ کې ماشوم باید خپل ټول اړین مواد له خوړو تر لاسه کړي. نو له دې عمر وروسته د تي ورکولو ګټه نشته. "
هېڅ ضرر نه لري
یوه ښځه د دې لپاره چې یا شېدو ورکولو ته ادامه ور کړي یا یې بس کړي، بېلابېل دلایل لري.
د دوی بېرته کار ته ستنېدل. د ملګرو او کورنۍ ملاتړ، او له شېدو ورکولو سره ارامي او په ځان باندې والی احساسول. همدارنګه، د مور او ماشوم تر منځ یو عاطفي تړاو هم رامنځته کوي.
ډاکټر داوي وايي: "ماشوم ته تی ورکول ډېره شخصي مسله ده. د مور او ماشوم اړېکه سره ټېنګوي، او طبعا پرته له کومه ضرره. نو کورنۍ باید هغه څه وکړي، څه چې دوی ته ښه ښکاري. "
خو حقیقت دا دی چې 80% ښځې په برتاینا کې ماشوم ته شېدې پيل کړي، خو ډېر یې په هم هغو لومړیو اوونیو کې ترې په شا کېږي.
د شپږ میاشتنۍ پر وخت یوازې درېمه برخه ماشومان څه نا څه د مور شېدې رووي.
او چې یو کلن کېږي دا شمېر 0.5% ته راښکته کېږي.
د یوې نړیوالې څېړنې په اساس چې 2016 کې شوې وه، برتانیا کې د مور د شېدو ورکول اندازه بیخي ټيټ دی.
د ماشومانو متخصصین وايي، ښځې ښايي د دې لړۍ په پیلولو کې ستونزو سره مخ شي او دوی ښايي تل کافي ملاتړ او مشورې تر لاسه نه کړي.
د تي ورکولو په وړاندې چلن هم ښايي ښځې له دې کار را وګرځوي.
مثلا، په عامه ځایونو مې ښايي ښځې له شرمه ماشوم ته پۍ ورنه کړي.
متخصصین وايي، ځینې ښځې نه شي کولی شېدې ورکړي، او ځینې نه غواړي چې ور یې کړي.
د دوی په باور دې پرېکړو ته هم باید درناوی وشي.