د مور او پلار لفظي شخړه پر ماشوم اغېز کوي

د مور او پلار تر منځ بحثونه عادي خبره ده خو ولې د دوی تر منځ لفظي شخړې د دوی پر ماشومانو اغېز کوي؟

میندې او پلرونه څه کولی شي چې د بحثونو په پایله کې یې ماشومان زیانمن نه شي؟

هغه څه چې په کور کې پېښيږي، رښتیا هم د ماشوم پر اوږد مهالې رواني روغتیا او پرمختګ اغېز کوي. خو یوازې د ماشوم او میندو پلرونو تر منځ اړيکي مهم نه دي.

دا هم مهمه ده چې د ماشوم مور او پلار څنګه له یو بل سره چلند کوي چې دا په خپل وار د ماشوم په ښېګڼه کې ونډه لري.

دا د ماشوم له تعلیمي پرمختیا نیولې بیا د هغه پر راتلونکو بریالیو اړیکو مهم اغېز لري. خو د مثبتو بحثونو په پایله کې ښې پایلې هم تر لاسه کېدلی شي. په ډېرو حالاتو کې بحثونه پر ماشوم کم اغېز کوي او یا خو هېڅ منفي اغېز نه کوي.

خو کله چې میندې او پلرونه پر یو بل غوسه کېږي یا پر یو بل چېغې وهي او یا له یوه بله مرورېږي او خبرې نه سره کوي نو دا ستونزې زېږوي. برتانوي اوړ نړیوالو څېړونکو په دې اړه څېړنې کړې دي چې څو لسیزې وخت یې نیولی دی.

څېړنو ښودلې چې ښايي د لفظي شخړو په پایله کې د شپږ میاشتنیو ماشومانو د زړه ټکانونه لوړ شي او یایې هارمونونه له تشویشه ډک غبرګون وښيي.

په تی رودونکو، ماشومانو او ځوانانو کې د مغزو د مخکني تکامل د مزاحمت نښې ښکاري، دوی سم خوب نشي کولی، تشویش لري، ژورخپګان او نورې سختې روغتیایي ستونزې ورته پیدا کېږي چې دا ټول د میندو پلرونو تر منځ د لفظي شخړو او لانجو په پایله کې وي.

په هغو ماشومانو کې هم ورته اغېزې کتل شوې چې میندې او پلرونه یې په کمو لفظي شخړو کې ښکېل وو.

د دغو ماشومانو میندې او پلرونو تل هڅه کوله چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

خو پر ماشومانو اغېز تل هسې نه وي چې تمه یې کوو.

د بیلګې په توګه طلاق او د ماشومانو پرېکړه چې بېل سره واوسي، هغه څه دي چې پر ډېرو ماشومانو اوږدمهال ناوړه اغېز کوي. خو په ځېنو حالاتو کې تر طلاق او جلا کېدو مخکې یا وروسته بحثونه دي چې پر ما شوم ناوړه اغېز کوي نه په خپله طلاق.

د ماشوم د مور او پلار تر منځ اړیکي خورا مهم دي. که دوی یو ځای اوسېږي او که بېل، که هغه یې طبیعي میندې پلرونه دي او کنه خو له ماشوم سره اړیکي یې د ماشوم په روزنه کې مهم دي.

د میندو او پلرونو یا ماشوم ساتونکو لپاره دا عادي او طبیعي ده چې له یو بل سره بحث وکړي او یا یو د بل خبره ونه مني خو که مور او پلار یې په لفظي او فزیکي شخړو کې ښکېلېږي او ستونزې په خبرو نه حلوي نو ماشومان یې په راتلونکي کې ښه پرمختګ نه کوي. د دې په پایله کې ماشومان سم خوب نه شي کولی، ماغزه یې سمه وده نه کوي، ژور خپګان ورته پیدا کېږي، ځانونه خوږوي او ښوونځيو کې غیرحاضري کوي.

خو داسې څه شته چې دا ستونزې راکمولی شي.

پلټنې ښيي چې ماشومان له دوه کلنۍ راهیسې د خپلو میندو پلرونو کړه وړه څاري. که حتی میندې او پلرونه فکر کوي چې له ماشومانو پټ بحثونه کوي او په دې توګه خپل ماشومان خوندي ساتي خو بیا هم ماشومان د خپل مور او پلار تر منځ تاوده بحثونه څاري او پرې خبرېږي. مهمه داده چې ماشومان څنګه دا بحثونه تعبیروي او د لانجو په لاملونو پوهېږي.

ماشومان تېرو تجربو ته په پام پرېکړه کوي چې د میندو پلرونو تر منځ لانجې یې چې دوی هم په کې ښکېل وي، غښتلې کېږي او کنه او دا د ځوانو ماشومانو لپاره یوه ځانګړې اندېښنه ده.

څېړنې ښيي چې هلکان او نجونې داسې مسلو ته بېلابېل غبرګونونه ښيي. نجونې له احساساتي ستونزو او هلکان بیا د چلند له ستونزو سره مخ کېږي.

په دې برخه کې داسې تګلارو ته اړتیا ده چې په تنکیو ځوانانو کې پر رواني ستونزو پام وکړي او یا په مستقیمه توګه د میندو پلرونو ملاتړ وکړي.

کله چې ماشومان له خپلوانو، ملګرو او لویانو سره ښه اړیکي لري دا د ماشومانو د اوږد مهالې روغتیا لپاره ګټور خېژي.

د میندو پلرونو لپاره پنځه لارښوونې:

  • دا طبیعي ده چې میندې او پلرونه پوه شي چې د دوی ترمنځ لفظي شخړې پر ماشومانو اغېز کولی شي.
  • خو کله بحث یا مخالفت عادی دی او که میندې او پلرونه په سمه لاره دا ورته تشریح کړي ماشومان یې په اړه سم غبرګون ښيي او پوهېږي چې ولې بحث وشو.
  • کله چې میندې پلرونه په بریالي ډول بحثونه حلوي ماشومان مثبت لوستونه ترې زده کولی شي او دوی زده کوي چې له کورنۍ بهر څنګه خپل احساسات وښيي.
  • له ماشومانو سره باید مرسته وشي چې له ماشومانو سره یې اړیکي د ماشوم په پرمختګ کې مرسته کوي او د ننني روغ ماشوم او سبا ورځې روغې کورنۍ لپاره لاره پرانېزي.