ټرمپ پر سوریې د توغندیز برید ګواښنه وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړی چې پر سوریې د امریکا توغندیز برید ته دې چمتو وي.
نوموړي د چارشنبې پر سهار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا نوي توغندي د سوریې پر لور ور روان دي، او روسیه دې یې خونثا کولو ته چمتو و اوسي.
د ولسمشر ټرمپ دا خبرداری د تېرې شنبې د هغه برید په ځواب کې راغلی چې د سوریې ځواکونو پر دوما ښار کړی و.
د روغتیا نړیوال سازمان د یو شمېر رپوټونو پر بنسټ ادعا کوي چې په یاد برید کې کیمیاوي وسلې کارول شوي، چې لسګونه کسان یې وژلي.
ولسمشر ټرمپ په یوه تېر ټویټ کې ګواښنه کړې وه چې د سوریې د رژیم برید ته به سخت ځواب وایي.
په ځواب کې یې جګپوړو روسي چارواکو هم ویلي وو چې د امریکا له لوري هر ډول برید ته به ځواب ورکوي.
امریکایي او لویدیځو متحدینو یې ویلي چې دوی به په ګډه ځواب وایي.
خو ځینو لوړپوړه روسي چارواکو بیا خبرداری ورکړی چې که امریکا برید وکړي، دوی به یې توغندیز برید په هوا کې شنډ کړي.
د ښاغلي ټرمپ ټویټ د همدې په ځواب کې و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
نوي معلومات
د امریکا متحدین فرانسه او برتانیا د پوځي برید لپاره چمتوالی نیسي.
د امریکا ولسمشر لاتینې امریکا ته خپل لومړی سفر ځنډولی.
دا پرېکړه د دې ښکارندوی کوي چې امریکا کېدی شي یوازې پر توغندیز برید بسنه ونکړي او پراخ پوځي عملیات وکړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې د دوی د برید موخه به د سوریې د کیمیاوي وسلو فابریکې وي.








