مسکو: واشنګټن دې سوریه کې له برید ډډه وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
روس له امریکا وغوښتل چې سوریه کې د کیمیايي برید اعا ته په ځواب کې پوځي ګام پور ته نه کړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر د سې شنبې په ورځ وویل: "یو ځل بیا له تاسو غواړم، له هغو پلانونو ډډه وکړئ چې اوس یې تیاروئ".
واسیلي نبنزیا خبرداری ور کړ چې د هر ډول بې قانونه پوځي هڅې مسوول به واشنګټن وي.
خو لوېدیځ مشران وايي، د سوریې دوما ښار کې د تېرې یکشنبې شپې د برید د مسوولانو د په نښه کولو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وايي، چې دا ډول عملیات د سوریې کیمیايي وسلې په نښه کولی شي.
د مسکو خبرداری د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې و.
په دغه ناسته کې روسیې د امریکا وړاندیزي پرېکړه لیک هم ویټو کړ او چین سپینه رایه ور کړه.
د روسیې وړاندیز هم پوره رایې ترلاسه نه کړې.
د امریکا او روسیې وړاندیزونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا وړاندیز د هغې ادعا خپلواک څېړل و چې وايي، د سوریې حکومت په دوما کې د کیمیايي برید مسوول دی.
له پلازمېنې دمشق سره نږدې دا سیمه د وسلوالو په لاس کې ده.
روسیې غوښتل، چې د ملګرو ملتونو د کیمیايي وسلو د مخنیوي اداره دا څېړنې وکړي، خو د سوریې د کیمیايي برید د عاملانو د پېژندلو لپاره پکې څه نه و.
د سوریې حکومت- چې د روسیې ملاتړ ور سره دی- په دغه برید کې خپل رول ردوي.
د کیمیايي وسلو د مخنیوي ادارې غړي "ډېر ژر" سوریې ته ځي او په دوما کې د منع شویو موادو کارول څېړي.
خو دا نه پلټي چې دا برید چا کړی دی.
د سې شنبې ورځې ناسته د امریکا او روسیې د ټکر یوه تازه پېښه وه چې یو بل ته توندې خبرې پکې وشوې.
د روسیې استازي د امریکا پرېکړه لیک پوځي برید ته د "پلمې پیدا کول" وبلل.
"موږ د غمجنو او سختو پېښو درشل کې یو".
د امریکا استازې نیکي هیلي ځواب کې وویل، روسیې په دې ویټو سره "د شورا باور زیانمن کړ".
د پراخو عملیاتو امکان

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل، د سوریې په هکله به ۴۸ ګړیو کې مهمه پرېکړه وکړي.
وروسته یې زیاته کړه، سخت غبرګون به وښيي.
نوموړي د سوریې پر سیاست د پام ټولولو لپاره لاتینې امریکا ته د سې شنبې ورځې سفر وځنډاوه.
د امریکا دفاع وزیر هم د راتلونکی اونۍ سفرونه ځنډولي دي.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال باربارا پلېټ اشر وايي، د ښاغلي ټرمپ د سفر ځنېدل په دې مانا دي چې امریکا به محدود نظامي ځواب نه بلکې ممکن پراخ عملیات ولري.








