ننګرهار کې په خيمو کې ښودل کېدونکي فیلمونه

- Author, ذبيح الله رحيمزی
- دنده, بیبیسی/ننگرهار
په اخترونو کې د سيمه ييزو فیلمونو د لوېدلي حالت لپاره دلته په ننګرهار کې يوه کمسارې هڅه؛ هنرپال غواړي د اختر په پلمه خلکو ته د فیلم او سينما ژوند په خورا کمو امکاناتو ور وښيي.
ننګرهار يو وخت يوه سينما درلوده، چې دېرش کلونه وړاندې د جګړو ښکار شوه.
له کيفي اړخه په دې فیلمونو او ډرامو نيوکې کېږي، خلک وايي تر ډېره په کې کلتوري پولي ماتې دي.
فیلم جوړونکي بيا وايي، هنر ته يې پام نه کېږي او چې چاره نه لري، خپل فیلمونه په خيمو کې نندارې ته وړاندې کوي، خو ګټه ته یې په تمه نه دي.
د اخترونو په مېلو کې بيا د نویو جوړو شوو فیلمونو نندارې ته د ايښودلو يوه موقع ګڼل کېږي، خو چې مناسب ځای نه شته فیلمونه په خيمو کې نندارې ته ایښودل کېږي، خو کلتوري ارزښتونو ته نه پاملرنه هغه څه دي چې عام خلک يې يادوي.
که څه هم سږ کال يې ليدونکي کم دي، هغوی چې ورځي ورته خوښ دي، شوق او ليوالتيا شته.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی۲۲ کلن مرتضی چې د فیلم د ليدولو شوقي دی، وايي چې سينما نه شته، خو په خيمه کې د نوي جوړ شوي فیلم نندارې ته يې ځان رارسولی:
"موږ د فیلم شوقيان يوو، په اختر کې دلته فیلم لګيدلی، موږ ورته راغلي يوو، خوښ يو ورته، چې نوی فیلم په دې خيمه کې ګورم."

د ننګرهار د فیلم جوړوونکو او فیلم لوبغاړو بخت له دواړه اړخه خوار دی.
د فیلم جوړونکی او فیلم لوبغاړی ميروس فقيري وايي، نه ورته حکومتي پام شته او نه هم په سوداګريز بازار کې د فیلم په ټوله مانا پوره جوړوونکي کمپنۍ شته چې هم د دوی کار جوړ کړي او هم د افغان فیلم مينه والو ته نوې کيسې او نوې خبرې وړاندې کړي.
"اول مې حکومت له خپل خوا لرې کوي، زه يو ښکلی ځای غواړم، چي فیلم مې پرې وښودل شي، تر څو زه تشويق شم، ښه فیلمونه جوړ کړم. په دې باغ کې مې خيمه لګولې، ښاروالۍ مې نه پرېږدي سينما له څه کوې. کوم فیلم چې ما لګولی، د هغې لګښت په دې خيمو کې پرې بيرته نه شم پوره کولی."
د فیلم د مينه والو په داسې ګډ وډ ذوقي بازار کې لږ څه داسې په لاس ورځي چې هم دې تصوير او هم د دې سيمې د کلتور له پلوه بې تشې وي.
ظاهرا دلته فیلم او ډرامه د پنجاب په سټډيوګانو کې د ثبت شويو توکو يوه لويه برخه ده.

ننګرهار د فیلم د توليد له امله مشهور دی، په دې ښار کې له تېرو ديارلسو کلونو راهيسې شاوخوا ۱۶۰ فیلمونه توليد شوي.
د ارزښتونو نيوکه لويه ده، خو بيرته د خپل فیلم توليد ته د چا هم پام نه شته چې خپل نړيدلی حالت څنګه ورغوي.








