تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې حکومتي ځواکونه ۳ ځل پر کیماوي برید تورن شول
په یوه نړیوال څېړنیز رپوټ کې موندل شوې چې د سوریې حکومتي ځواکونو د تېر کال په مارچ میاشت کې د دریم ځل لپاره په ادلیب ښار کې د زهرجن ګاز برید کړی دی.
څېړونکي وايي، له پوځي اډو پورته شوو چورلکو د کلورین ګاز درلودونکي بیلري بمونه غورځولي دي.
له دې مخکې په اګسټ کې هم په یوه رپوټ کې د سوریې پر حکومت په دویم ځل د کلورین ګاز د برید تور لګول شوی و.
د بشار اسد په مشرۍ د سوریې حکومت تر دې دمه د دغه رپوټ په تړاو څه نه دي ویلي.
د مسکو او واشنګټن ترمنځ د تړون له مخې، په ۲۰۱۳ کال د سوریې حکومت د ټولو کغاړه کېښوده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوه پرېکړه لیک کې د دغو کیمیاوي وسلو د ویجاړولو د تړون ملاتړ وکړ.
خو په تېرو ۱۳ میاشتو کې ملګرو ملتونو په څلورو رپوټونو کې د سوریې حکومتي ځواکونه د منع شویو کیماوي وسلو پر کارولو تورن کړي دي.
په دا مهال خبریالان وايي، د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د رپوټ له مخې د مسوولانو پر ضد د ګام پورته کولو پر ډول اختلاف لري.
له دې مخکې په اګسټ کې د یوه څېړنیز رپوټ له مخې اسلامي دولت ډله د سلفر ګاز پر کارولو تورنه شوه.
د ملګرو ملتونو په اوسني رپوټ کې - چې د جمعې په ورځ خپور شو- ویل شوي، د حکومتي ځواکونو چورلکو بيلري بمونه غورځولي دي.
د سوریې پوځي چورلکې تر ډېره له دوو پوځي اډو پورته کېږي.
په دغه رپوټ کې وړاندیز شوی چې " د دې برید مسوولیت د پوځي یونټ د کنټرولوونکو دی او د هغوی پر ضد باید ګام پورته شی."
په ۱۹۹۷ کال د وسلې په توګه د کلورین ګاز پر کارولو بندیز ولګول شو او د سوریې حکومت هم دا تړون په ۲۰۱۳ کال لاسلیک کړ.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر د کیمیاوي وسلو کارول"وحشیانه" بولي او له ټولو هېوادونو غواړي چې په ضد یې سملاسي ګام پورته کړي.