د سوریې حکومتي ځواکونه ۳ ځل پر کیماوي برید تورن شول

سوریاوال

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د سوریې حکومت پر ۲۰۱۳ کال د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو ژمنه وکړه.

په یوه نړیوال څېړنیز رپوټ کې موندل شوې چې د سوریې حکومتي ځواکونو د تېر کال په مارچ میاشت کې د دریم ځل لپاره په ادلیب ښار کې د زهرجن ګاز برید کړی دی.

څېړونکي وايي، له پوځي اډو پورته شوو چورلکو د کلورین ګاز درلودونکي بیلري بمونه غورځولي دي.

له دې مخکې په اګسټ کې هم په یوه رپوټ کې د سوریې پر حکومت په دویم ځل د کلورین ګاز د برید تور لګول شوی و.

د بشار اسد په مشرۍ د سوریې حکومت تر دې دمه د دغه رپوټ په تړاو څه نه دي ویلي.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ د تړون له مخې، په ۲۰۱۳ کال د سوریې حکومت د ټولو کغاړه کېښوده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوه پرېکړه لیک کې د دغو کیمیاوي وسلو د ویجاړولو د تړون ملاتړ وکړ.

خو په تېرو ۱۳ میاشتو کې ملګرو ملتونو په څلورو رپوټونو کې د سوریې حکومتي ځواکونه د منع شویو کیماوي وسلو پر کارولو تورن کړي دي.

په دا مهال خبریالان وايي، د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د رپوټ له مخې د مسوولانو پر ضد د ګام پورته کولو پر ډول اختلاف لري.

له دې مخکې په اګسټ کې د یوه څېړنیز رپوټ له مخې اسلامي دولت ډله د سلفر ګاز پر کارولو تورنه شوه.

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر د کیمیاوي وسلو کارول"حشي" عمل بللی دی.

د ملګرو ملتونو په اوسني رپوټ کې - چې د جمعې په ورځ خپور شو- ویل شوي، د حکومتي ځواکونو چورلکو بيلري بمونه غورځولي دي.

د سوریې پوځي چورلکې تر ډېره له دوو پوځي اډو پورته کېږي.

په دغه رپوټ کې وړاندیز شوی چې " د دې برید مسوولیت د پوځي یونټ د کنټرولوونکو دی او د هغوی پر ضد باید ګام پورته شی."

په ۱۹۹۷ کال د وسلې په توګه د کلورین ګاز پر کارولو بندیز ولګول شو او د سوریې حکومت هم دا تړون په ۲۰۱۳ کال لاسلیک کړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر د کیمیاوي وسلو کارول"وحشیانه" بولي او له ټولو هېوادونو غواړي چې په ضد یې سملاسي ګام پورته کړي.

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر ۲۰۱۳ کال دمشق ته څېرمه د کیمايي وسلو برید د ملګرو ملتونو سخت غبرګونو وپاراوه.