 | | | سوۍله لمر، باد، غر، زلزله، ځمکه او اوبه سره خبره کړی |
دا کيسه د نړيوال فولکلور يوه برخه ده چې په ډېرو هيوادونو کې د شکل له مخې په بيلابيلو بڼو له يوه نسل نه بل ته په ميراث پاتې ده او هر ولس د خپلو تخيلاتو سره سم سينګار کړې ده . د دې کيسې مرکزي کرکټر ما په انګريزي منابعو(سرچينو) کې د موږک په څيره کې ليدلی و. په ځينې ولسونوکې د انسان او يا هم د سوۍ د بچې په څيره کې راغلی . خو د خوند او پند موضوع په ټولو کې ګډه ده چې ماشومان په خپل ځان د اعتماد او باور لوري ته هڅوي . په دې کتاب کې افغان نشراتي ادارې د وړې سوۍ کرکټر غوره کړی دی . ځکه چې سوۍ اود سوۍ بچي د ماشومانو د خوښې وړحيوان دی . په کيسه کې وړه سوۍ د دې حقيقت په لټون کې ده چې د دنيا پر مخ به څوک تر ټولو قوي او مهم وي چې دا ورسره دوستي وکړي . که څه هم مور يې منطقي ځواب ورکوي خو وړه سوۍ يې نه مني نو ځکه په خپل اند ورته لمر، بيا وريځ او همدا ډول باد، غر، زلزله، ځمکه او اوبه قوي ښکاري . خو په پای کې يو سپين ږيری بزګر ددې پوښتنې اصلي ځواب ورکوي او دا هماغه ځواب وي چې په لومړي سر کې د وړې سوۍ مور ورکړی وي . زموږ ټولې هلې ځلې دا دي چې دغسې عبرتناکې کيسې راټولې او د تصويرونو په بڼه يې بيرته د ماشومانو په واک کې ورکړو. ګران لوستونکي کولای شي چې د خپلې سيمې ولسي کيسې موږ ته راواستوي . موږ به هغه د دوی له نوم سره يوځای په ډېرو ښکلو تصويري بڼوکې خپرې کړو . اوس راځئ چې د وړې سوۍ پل پسې واخلو او وګورو چې د حقيقت د موندلو لپاره څومره لوړې ژورې لټوي او په پای کې هغه څه تر لاسه کوي چې دا ورپسې سرګردانه ده . .
|