 | | | موږ دکتاب په پاى کې يولړپوښتنې زياتې کړي |
"په ځنگله کې اور" يوه افغاني فولکلوريکه کيسه ده چې په لوستونکي کې د وياړ يو تاثير رامنځ ته کوي. دا کيسه موږ ته راښيي چې د قوي ارادې او تکل په لرلو سره کولاى شو پر ستونزو بريالي شو، څرنگه چې لويانو ويلي: تصميم دبري لومړى شرط دى! د ځنگله حيواناتو کيسې ته زړه وړونکې ښکلا وربښلې. دا کيسه ميږى چې جسماً ضعيف مگر روحاً غښتلى او مصمم دى د سر مشق او دالهام د يوې چينې په توگه د فيل، زمري، گوره خر او د ځنگله د نورو حيواناتو په وړاندې ښيي. موږ دکتاب په پاى کې يولړپوښتنې زياتې کړي چې هيله لرو له گرانولوستونکو سره دکيسې په پوهيدو او دهغې دپيغام په رسولو کې مرسته وکړي. دا کيسه زموږ ليکوالې شريفې پاڅون دنوي کور، نوي ژوند ډرامې ته راوړې او په ډرامه کې بس بي بي د بر کلي ماشومانو ته کړې ده. هيله ده چې کيسه تاسوته په زړه پورې وي.
|