 | | | د زمري او کليوال په کيسه کې د زغم او سوله ييز ګډ ژوند پيغام نغښتى دى |
داکيسه په خلکوکې په بيلابيلو بڼو ويل کيږى مګر د ټولو ډولونو بنسټ يو افغاني متل دى چې وايي: "دتورې زخم رغيږي خو دژبې زخم نه" د زمري او کليوال په کيسه کې د زغم او سوله ييز ګډ ژوند پيغام نغښتى دى. داکيسه د "نوي کور، نوى ژوند" په ډرامه کې " بس بي بي" د برکلي ماشومانو ته کړې ده. موږ ستاسو هرډول ممکنو مرستوته سترګې په لاريو، چې وکولاى شو دماشومانو لپاره دې ته ورته نورکتابونه خپاره کړو. تاسو دخپلو وړانديزونو، نظريو او دخپلو کليو او سيمو د کيسو په راليږلو، له موږ سره مرسته کولاى شئ. موږ به تر ټولو ښې کيسې د خپلو کتابونو لپاره غوره او خپرې کړو. هيله لرو چې " د زمري او کليوال کيسه" خوند وره وي او تاسو د هغې پيغام خپلو دوستانو او کورنيو ته هم ورسوئ.
|