 | | | بي زحتمه راحت نشته زما وروره :که راحت غواړې زحمت درلره بويه |
خوشحاله يوو چې افغاني ماشومانو ته د " سرې چرګې" په نامه دکيسې دغه کتاب وړاندې کوو چې د " وړې سرې چرګې" دفولکلوري کيسې پربنسټ په افغاني بڼه اړول شوى دى. دا ديوې وظيفې پيژندونکې چرګې په زړه پورې داستان دى چې په پاى کې دخپل ستونزمن کار ثمر تر لاسه کوي. داکيسه له هغه مشهور بيت سره سمون لري چې خلک کار ته رابولي: بي زحتمه راحت نشته زما وروره
که راحت غواړې زحمت درلره بويه
تاسو ته د ” سرې چرګې“ دلوستلو لپاره خوندورې شېبې غواړم. تاسو موږ ته لطفاَ هغه کيسې راوليږئ چې ستاسو په سيمه کې دخلکو تر منځ شهرت لري او خوښېږي يې.
|