 | | | کوتره له زغم او حوصلې نه کاراخلي او دټولو اعتماد او ملا تړ لاس ته راوړي |
د " کوترې او کارغه" کيسه دافغاني ماشومانو لپاره د تصويري کتابونو په لړ کې شپږم کتاب دى. داکيسه څرگندوي چې څنگه يوه سوله خوښوونکې کوتره له زغم او حوصلې نه کاراخلي، له جگړې او جنجال نه تښتي او په دې ډول دټولو اعتماد او ملا تړ لاس ته راوړي او څنگه يو جنجالي اوبې حوصلې کارغه له همدې کوترې نه دعبرت درس اخلي. او په پاى کې قسم خوري چې له دې وروسته به له ټولو سره په سوله کې ژوند کوي. همدا رازد(( کوترې او کارغه )) کيسه کله چې دجگړې داور دبليدو خطروي دسولې دراوستو لپاره د عادلانه منځگړيتوب پراهميت باندې ټينگار کوي. کيسه ساده ده، مگر دسولې زغم او سوله ييز گډ ژوند ستر او حياتي پيغامونه پکې نغښتي دي. هيله من يوو چې کيسه مو خوښه شي او تاسو دهغې پيغامونه دخپلې ټولنې نورو غړوته هم ورسوئ.
|