BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 17:33 گرينويچ 2007 ,20 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د صابون کيسه
د صابون کيسه
اسهالي ناروغي هرکال د ډيرو خلکو دژوند ډيوه وژني
افغان نشراتي ادارې (انا) ته دډيرې خوښۍ ځاى دى چې دنظافت او پاکۍ ديوه ساده مګر ژور پيغام لرونکې يوه نوې کيسه وړاندې کوي.

په دې کتاب کې موږ هڅه کړې چې دکيسو دشتمن او مروج دود له لارې په يوه ځانګړي نوښت سره ورځنۍ مهمې مسئلې بيان کړو او د پاملرنې وړ صحي پيغامونو ته پکې ځاى ورکړو او په دې ډول د ماشوم دادبياتو په برخه کې ديوه نوښت بنسټ کيږدو.

اسهالي ناروغي هرکال د ډيرو خلکو دژوند ډيوه وژني. نظافت اوپاکۍ ته ژوره پاملرنه په آسانۍ سره کولاى شي چې ددى ناروغيو مخه ونيسي. په ضروري وختونو کې له صابون څخه کار اخيستل هم دانسانانو پاکۍ او روغتيا ته ډيره ګټه رسولاى شي.

دا کيسه ”طيبې سهيلا“ چې ماشومانو ته د آثارو په ليکلو کې ډيره تجربه لري ليکلې ده. د دې د شتمنو تجربو له مخې موږ وکولاى شول کيسه داسې طرح کړو چې هم په پاکۍ او صفايۍ او هم دروغتيايي حالت په ښه کولو کې د صابون ونډه روښانه او په ګوته شي.

کتاب په دوو ډيرو ضروري وختونو کي له صابون څخه په کار اخيستلو ټينګار کوي؛ لومړى د ډوډۍ له خوړلو مخکې او دوهم تشناب ته له تگ نه وروسته.

کتاب به يوازې هغه وخت ګټوروي چې لوستونکى د هغه پيغام خپلې کورنۍ او نورو دوستانو ته ورسوي او پرهغو ټينګار وکړي چې دکيسې پر پيغام عمل وکړي.

هيله من يو چې لو ستونکي نور خلک هم د کتاب په لوستلوکې ورګډ کړي او دکتاب په باب له خپلو نظرياتو نه موږ هم خبر کړي.


زمري او موږکزمري او موږک
مشهوره فلکلوريکه کيسه
دسوى کيـــــــسهدسوى کيـــــــسه
د يوه خير غوښتونکي سوى زړه وړونکى داستان
هلک اوټوپکهلک اوټوپک
د ماشومانو لپاره مصوره کيسه
طلايي کبطلايي کب
بې ځايه خيالونه او د ژوند بدرنګۍ
په ځنگله کې اورپه ځنگله کې اور
د وياړ يو تاثير
کوتره او کارغهکوتره او کارغه
سوله خوښوونکې کيسه
دزمري او کليوال کيسهدزمري او کليوال کيسه
د زغم او سوله ييز ګډ ژوند پيغام
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>