 | | | دسوى کيـــــــسه دوه بيل اړخونه لري |
دافغانستان لپاره د بي بي سي د تعليمي پروژو اړوند، افغان نشراتي اداره ( انا) په جدي او پرله پسې توګه هڅه کوي چې د افغاني ماشومانو لپاره دتصويري کيسو په خپرولو سره يو بې سارى خدمت سرته ورسوي. هغه کيسې چې " افغان نشراتي ادارې" ورته د لومړيتوب حق ورکړى او ورکوي يې دسولې، زغم، اتحاد، زده کړې، کار او ډيرو نورو مسئلو لپاره په زړه پورې حياتي پيغامونه لري. داهغه مسئلې دي چې افغاني ماشومان ورته دخپلو خوشحاله ټولنو دبياراژوندي کولو او په دې لور د خوځيدو لپاره دډيرې روزنې او معلوماتو دلاس ته راوړلو اړتيالري. د سوى کيسه چې " احمد تکل" ليکلې ده د يوه خير غوښتونکي سوى زړه وړونکى داستان دى. دا کيسه دوه بيل اړخونه لري. په يوه اړخ کې دسولې او سوله ييز ژوند اړتيا ښودل کيږي، هلته چې يو څوک کولاى شي کرنه او کار وکړي، له اړوکسانو سره مرسته وکړي، زياروباسي او آزاد وګرځي. په بل اړخ کې ماشوم هڅيږي چې د اعدادو يوه لړۍ خپلې حافظې ته وسپاري او ديوې ښکلې او په زړه پورې کيسې په ترڅ کې دشميرلومهارت زده کړي. دګازرو دشميرلو د آسانۍ لپاره داړوندو مخونو په پاى کې اعداد هم ليکل شوي دي. |