 | | | مرغاوۍ په د ې هيله ده چې څو ښکلي بچيان ولري او له هغوی سره د مورولۍ مينه وکړي |
دا يوه ولسي کيسه ده چې د مورولۍ ډېر لوړ او له عاطفې او مينې ډک احساس له ځانه سره لري. موږ د انځورونو د ښکلا په خاطريو څه پرې ورزيات کړي دي، هيله ده چې د کيسې په لا غني کولو کې مرسته وکړي. کيسه د يوې مور په آرمان پيل شوې ده. مرغاوۍ په د ې هيله ده چې څو ښکلي بچيان ولري او له هغوی سره د مورولۍ مينه وکړي. خو شيطان کارغه د هګيو په ماتولو او خوړلو دغه مينه ثمر ته نه پريږدي. په پای کې مرغاوۍ مجبوريږي او خپلې هګۍ له سيند نه ها خوا د چرګې له هګيو سره پټې ږدي چې د کارغه له شره يې وژغوري. چرګه چې د مرغاوۍ هګې وينې حيرانيږي. خو بيا هم هګۍ د څو ښکلو او ګلاليو چرګوړو په خاطر تر سينې لاندې کوي او وروسته له ټاکلې مودې له هګيو نه چرګوړي راوځي. چرګه د مرغاوۍ د بچيو په ليدو هکه پکه پاتې کيږي. که څه هم د مرغاوۍ بچي د چرګې خپل بچي نه وي، خو دا چې يوه مورده د هماغه مورني احساس په خاطر لکه د خپلو بچيو غوندې له هغوی سره مينه کوي. کله چې قهريدلي چرګان غواړي چې د مرغاوۍ دغه دوه بچي له خپلې سيمې وباسي نو چرګه په هغوی خپلې وزرې خوروي او د هغوی په خاطر له خپل کور او کلي نه بهر اوسيدل غوره بولي. چرګه فکر کوي چې د مرغاوۍ د بچيانو مښوکې تيرې نه دي او له خپل ځان نه دفاع نه شي کولای، له همدې کبله له خپلو بچيانو نه په دوی ډېره زهيره وي. چرګې او چرګوړو يې که په وچه کې ځان تر هغوی غښتلی او زورور احساساوه، نو په سيند او زياتو اوبو کې د مرغاوۍ بچي بيا تر دوی غښتلي وو. په سختو شيبو کې يې چرګه او چرګوړي له لوږې وژغورل او د سيند بلې غاړې ته چې آباده او له خوړو ډکه وه پورې ايستل. هغه شيبه چې د مرغاوۍ بچي له خپلې اصلي مور سره مخ کيږي نو د چرګې مهرباني او مينه چې له دوی سره يې کړې ده، نه هيروي او د هغې تر وزرونو لاندې پټيږي. مينه او مهرباني هغه څه دي چې هيڅکله نه هيريږي. او هر وخت پر زړونو پاچاهي کوي. چرګې هم له وړوکوالي د خپل وطن او خپل ټاټوبي سره مينه کړې ده. او همدغه مينه يې اړباسي چې له خپلو بچيانو سره بيرته د وطن مهربانې غيږې ته ستنه شي. خو له هغې خوا په زړونو کې د مرغاوۍ د بچو او د هغوی د مور مينه له ځانه سره راوړي. په دې کيسه کې موږ د يوې مور فداکاري وينو چې له خپلو بچيانو پرته په نورو بچيانو هم هر ډول ستونزو ګاللو ته خپله سينه سپر کوي او له هغوی نه خپله د مورولۍ مينه نه سپموي.
|