 | | | جگړې د ماشومانو فزيکي او ذهني ناوړه چلند(خشونت) سره هم مخامخ کړي دي |
هغه ماشومان چې د جگړې په شرايطوکې رالوى شوي دخپلو بنسټيزو حقوقوله لاس ته راوړلو نه بې برخې شوي دي. جگړې نه يوازې د ماشومانو دساتنې،بقا، زده کړې اود عقايد ودڅرگندولود آزادۍ حقوق تر پښولاندې کړي بلکې هغوې يې له فزيکي او ذهني ناوړه چلند(خشونت) سره هم مخامخ کړي دي. دا روحيه ماشومان اړباسي چې يوازې هغه کسان چې ټوپک او وسله لري، تر نورو غښتلي او بريالي وگڼي اوهمدا راز د دوى ذهن ددې خبرې منلو ته چمتو کوي چې گواکې دا د ژوندانه د دوام لپاره يوازينۍ لاره ده. ”هلک او ټوپک“ د يوه ټوپکي هلک په زړه پورې کيسه ده چې غواړي ديوې تلپاتې پانگې دلاس ته راوړلو لپاره له خپل ټوپک نه کار واخلي او داسې يوه زيرمه وگټي چې نه يوازې ده ته بلکې د ده راتلونکو نسلونو ته هم بسنه وکړي. هلک که څومره هڅه کوي مگر نه بريالى کيږي چې خپله دنظروړ پانگه تر لاسه کړي. کيسه هغه وخت د ولسي فرهنگ بڼه غوره کوي چې يوه ښاپيرۍ هلک خپلې افسانوي اوخيالي کلا ته رابولي اود هغه ټوپک له قلم سره بدلوي. هلک په پيل کې زړه نازړه قلم ازمييي او په پاىکې دې نتيجې ته رسيږي چې ټول هغه خلک چې له ده نه به لرې گرځيدل اودى به يې ښه نه ايسيده اوس له ده سره نيږدې کيږي او دى ورته گران دى. داکيسه د ښاغلي ”احمد تکل“ اثر دى. ده په دې کيسه کې د ښاپيريو دکيسو د محاورې له ډول نه کاراخيستى او کيسه يې ماشومانو ته نوره هم په زړه پورې کړې ده. په کيسه کې ”قلم“ او ”ټوپک“ دساده سمبولونو په توگه راغلي اوداخبره څرگندوي چې که څوک غواړي نور ورته درناوى وکړي او ديوې سالمې ټولنې ديوه غړي په توگه و منل شي بايد هغه کار ونه کړي چې د نورو خلکود آزار او ځورولو سبب شي، بلکې داسې کار وکړي چې د خلکو اعتماد او مينه ځان ته راواړوي. هيله لرو چې دا کتاب به دسولې په بياراتلو او زموږ دنازولو ماشومانو په فکري آرامتيا کې ونډه واخلي؛ که دا ونډه ډيره کوچنۍ هم وي.
|