 | | | سپين ږيری د خپلې کور نۍ او بچيانو د راتلونکي په خاطر سخته انديښنه لري. |
موږ ته د ډيرې خوښۍ ځاى دى چې دافغانستان ماشومانو ته د کيسو دلړۍ اووم کتاب " سپين ږيرى او دهغه زامن " وړاندې کوو. داکتاب د ٢٠٠٠م کال په وياړ چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خواد سولې د فرهنګ د نړيوال کال په توګه اعلان شوى خپريږي. " سپين ږيرى او د هغه زامن" يوه پخوانۍ ولسي کيسه ده چې طيبې سهيلا بيا ليکلې ده. دا د يوه بوډا بزګر کيسه ده چې د خپلو زامنو د ځانځانۍ، نه زغم او بې اتفاقۍ له لاسه پوزې ته راغلى. دده زامن روغ او غښتلي ځوانان دي مګر د دوى بې اتفاقي اونه زغم د دوى د نيکمرغۍ په لاره کې خنډونه جوړکړي دي. بوډا بزګر پوهيږي چې د ژوند ورځې يې کمې پاتې دي. هغه د خپلې کور نۍ او بچيانو د راتلونکي په خاطر سخته انديښنه لري. په پاى کې بوډا يو په زړه پورې تدبير سنجوي او په دې ډول خپلو زامنو ته د يو والي او زغم ارزښت روښانوي. له همدې امله افغانان داد عبرت لوى درس هر کله چې د زغم او اتفاق ضرورت پيښ شي يو بل ته نقلوي. موږ هيله من يو چې ددې کتاب چاپ به د عبرت ددې ستر درس د يو ځل بيا يا دولو يو بل امکان برابرکړي او دا ستر درس کولاى شي د افعانستان په اوسنيو حالاتو کې حياتي ارزښت ولري.
|