 | | | يو غښتلىاو مغرور زمرى د يو ضعيف او کمزوري موږک په وسيله ژغورل کيږي |
افغان نشراتي اداره وياړي چې خپل نوى او په زړه پورې کتاب د افغان ماشومانو لپاره له کابل نه خپروي. افغان نشراتي اداره د بي بي سي د ټولو تعليمي پروژو سره پس له کلونو جلاوطنۍ نه کابل ته راستنه شوې. د” زمري او موږک “ کيسه په افغانستان کې يوه مشهوره فلکلوريکه کيسه ده چې د هر چا په خوله او ژبه ده . دا کيسه د ګډ ژوند ارزښت او اهميت په دې توګه تشريح کوي چې څنګه يو غښتلىاو مغرور زمرى د يو ضعيف او کمزوري موږک په وسيله ژغورل کيږي. زمرى په دام کې بند دى او دخپل ځان په آزادولو کې پاتې راځي. د ځنګل نور حيوانات دده مرستې ته راځي او دوى هم د زمري په خلاصيدو نه توانيږي خو موږک د خپل طبيعي استعداد په لرلوسره د زمري په ژغورلو کې بريالى کيږي. موږ بايد يوازې ددې کتاب له کيسې نه د خوند په اخيستلو بسنه ونه کړو او يو بل ګام هم واخلو چې دا کيسه زموږ په ژوند کې څه رول لوبوي؟ داکيسه د حيواناتو په هکله ده خودانسانانو لپاره هم يو ډيرمهم پيغام لري. دا کيسه داسې جوړه شوې چې د بحث او زده کړې لپاره لاره اواره کړي. د همدغو بحثونو په نتيجه کې به وپوهيږو چې د کيسې پيغام څه دى او زموږ د ژوند په څه درد خوري. د کيسې په پاى کې د معلوماتي پوښتنو، بحثونو او فعاليتونو يو لست موجود دى چې د يو لارښود په توګه ترينه استفاده کيداى شي. خو بياهم لوستونکى کولاى شي چې له خپل تحليل او خلاقيت نه استفاده وکړي او خپل هغه فعاليتونه او بحثونه چې ددې لست نه بهر دي ترتيـب او تنظيم کړي او زموږ له ورکړل شوي لست څخه مرسته واخلي. موږ هيله لرو چې تاسې به د ”زمري او موږک “ کيسه خوندوره او ګټوره ومومئ!
|