|
احمد خپل پلار ژغوري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
"احمد خپل پلار ژغوري" د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې يوه کسيه ده او اصلي مقصد يې دزده کړې د ضرورت ښودل دي چې يو زيات شمير خلک، لکه جبار خان يې په قدر نه پوهيږي. احمد خپل پلار ژغوري: د ماشومانو لپاره د بي بي سي دتعليمي پروژو دريم تصويري کتاب دى. موږ له خپلو لو ستونکو نه د مشورو، نظرياتو او نويو کيسو دراليږلو هيله لرو. خداى دې وکړي چې تاسو د دې کتاب له لوستلو نه خوند واخلئ او پيغام يې دخپلو کورنيو غړو او دوستانوته هم ورسوئ. کيسه داسې پيل کيږي چې جبار خان او زوې يې احمد د آس په سپرلۍ له کوره وځي. کورته دراستنيدو په وخت کې هغوى دواړه له آس رالويږي. دجبار خان پښه سخته ټپي کيږي او نه شي کولاى چې کورته ولاړ شي. ماښام رانيږدې کيږي او تياره خپريږي. جبار خان نه پوهيږي. چې څنگه ځان کورته ورسوي. هغوى ددښتې په هديره کې يوازې او حيران پاتې دي او هيڅوک نشته چې مرسته ورسره وکړي. په داسې حال کې چې جبار خان هک حيران دى، احمدد حل لاره سنجوي او يو پيغام ليکي، د آس په ټنډه يې تړي او کورته يې ليږى. په دې ډول احمد نه يوازې خپل پلار ژغوري، بلکې هغه ته دزده کړې اهميت هم په گوته کوي.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||