 | | | يو طاق- دوه جفت، درې طاق- څلور جفت، پنځه طاق -شپږجفت، اووه طاق او اته جفت دي. |
اکرم او خور يې، رحيمې دخپل کور تر مخ نيالګيوته اوبه ورکولې، چې پدې وخت بنجاري له سوی سره راورسېد او له هغوی سره يې روغبړ وکړ. بنجاري دهغوی دا کار وستايه، چې دنيالګيو پالنه يې کوله او سوی دپسرلي په اړه لاندې ترانه ماشومانوته وويله: ښه پسرلی دی- ښه يې هواده، توتکۍ غچ غچ- کوي لګيا ده، دادامې نوي - نيالګي دي ايښي،ګلونه ګل دي-شنه هره خوا ده.... سوی ددويم ځل لپاره رانه دماشومانوسره يوځای وويله، چې بنجاري هغوی وستايل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: ليمې او کريم فيل مرغان وشمېرل، چې (۷) دانې وو، کريم هغه طاق او ليمې جفت ګڼل، چې پدې مهال بنجاري هم راغی.  | | | ښه پسرلی دی- ښه يې هواده، توتکۍ غچ غچ- کوي لګيا ده، دادامې نوي - نيالګي دي ايښي.... |
هغه تر روغبړ وروسته ماشومانو ته دزړو په مرسته جفت او طاق ورزده کړل، چې يو طاق او دوه جفت، درې طاق او څلور جفت دي. ليمې پنځه طاق او شپږ جفت وګڼل، چې کريم بيااووه طاق يادکړل، چې پدې توګه هغوی تر اوو پورې جفت او طاق زده کړل او بنجاري ترې بلې کوڅې ته ولاړ. |