محمدانور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
سميع نسرينې ته مميز او نخود ورکړل او ويل يې، چې کوچنی ورور يې پيدا او ګلاب يې پرې نوم اېښی دی. نسرينې ويل چې ګلاب خو نوم نه دی، چې پدې مهال بنجاري راغی. بنجاري تر روغبړ وروسته وويل، چې نسرين هم ديوډول ګل نوم دی او خلک د هرڅه دپېژندلو لپاره په ټولو شيانو نوم ږدي. نسرين د کابل اوزابل نومونه واخيستل او سميع دليوه، زمري، ګيدړې او څونورو حيواناتونومونه ياد کړل، چې بنجاري وستايل اوبلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: هدايت سپوږمۍ ته اېشېدلې هګۍ ورکوله، خو هغې ويل، چې دا بې ګټې شيان نه خوري، چې پدې مهال بنجاري هم راورسېد. بنجاري تر روغبړ وروسته له خورجينې يوه جادويي هګۍ په خبرو راوستله، چې داسې يې ويل:  | | | خلک د انسانانو او نورو شيانودپېژندلولپاره په هغوی بېلابېل نومونه ږدي. |
"د هګيو خوړل د سړي هډوکې قوي کوي، ډکټران يې مکمله غذا بولې او د انسان بدن ته د ناروغيو په وړاندې قوت ورکوي کوي، خو چې کله هګۍ خوري بيايد ښه پخه شي." جادويي هګۍ تردې خبرو وروسته بېرته خورجنې ته ولاړه. سپوږمۍ له هدايت نه اېشېدلې هګۍ واخيسته او بنجاري هم ولاړ بلې کوڅې ته. |