BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:03 گرينويچ 2012 ,03 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: د نظافت ترانه

د نظافت ترانه
له ډوډۍ وروسته = تر ډوډۍ وړاندې-لاسونه مينځي = په صابون باندې....
حليمې په کوڅه کې سليم ته د نظافت په اړه يوه ترانه ويله، چې له يوې خورلڼې يې زده کړې وه، بنجاري تر رارسېدو اودهغوی سره يې روغبړ وکړ.

بنجاري بنجاري حليمې ته يوه چمبه ورکړه او هيله يې ترې وکړه، چې ياده ترانه له
چمبې سره هم ووايي. حليمې ترانه داسې پيل کړه:

له ډوډۍ وروسته = تر ډوډۍ وړاندې-لاسونه مينځي = په صابون باندې
چې له تشنابه = څوك شي را ستون- لاسونه مينځي = پاك په صابون....

بنجاري ترانه وستايله او له ماشومانويې وغوښتل، چې انډيوالانوته يې هم ورزده کړي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه:

ملالۍ نجيب ته وويل چې، دڅوګردو شيانو نومونه واخلي لکه دلمر سترګه، بنګړي، داېره او داسې نور.

پدې وخت کې بنجاري راورسېد او دا ډول څيزونه يې دايروي وګڼل. ماشومان دداېروي شکلونو په هکله له بنجاري وپوښتل.

داېروي شکلونه
د څوارلسمې سپوږمۍ، دلمر سترګه، چمبه او بنګړي دداېروي شکلونو بېلګې دي.

بنجاري يوه پياله پرسپين کاغذ کېښوده اوشاوخوا يې ترې دپنسل خط واېست او هغه خط دايروي خط او شکل يې دايره ياده کړه.

نجيب دباسيل او موټر ټاير اوملالۍ هم دپنځه لسمې سپوږمۍ ياده کړه، چې داېروي بڼه لري. بنجاري هغوی دسوغانوپه ورکولو وستايل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ.

منحني دبنجاري خورجين
منحني خط
د للو، للو د بنجاري خورجين
للو، للو
 مستقيم خطد بنجاري خورجين
مستقيم خط
کېنودبنجاري خورجين
له خوږو اوبو نه ډکه
 د" ژ" توریبنجاري خورجين
د" ژ" توری
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>