محمد انور اندړ دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | ماشومانو په مردکيو دبنجاري په مرسته له څلوېښْتوترپنځوسوجمع زده کړله. |
طارق ليلا ته ژاولې ورکړي او ويې ويل چې مشر ورور يې له ښاره راوړې دي، بنجارې راغی اوترروغبړ وروسته يې له هغوی وغوښتل، چې د" ژ" په توري پيلېدونکي څو نور توري هم پيدا کړي. ليلا منيژه ياده کړه، خو طارق هغه ناسم ځواب وګاڼه، ځکه چې د منيژې دنوم پيل د " م" په توري شوی اوويې ويل، چې ژبه د " ژ" په توري پيل شوېده. ليلا د ژرندې او ژمي نومونه واخيستل او طارق هم دژامې او ژوند يادونه وکړه، چې بنجاري هغوی وستايل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: شريفې او قدير لس، لس دانې مردکي شمېرل او جلا کول يې اوبيا يې جمع کول، خو نه پوهېدل، چې له (۳۰) سره (۱۰) نور جمع کړي ټول څو دانې کيږي. پدې مهال بنجاري راغی او ورته يٍې وويل، چې که چېرې له (۳۰) سره (۱۰) جمع شي (۴۰) کيږي او که همداسې له (۴۰) سره (۱۰) جمع شي (۵۰) دانې کيږي.  | | | ژرنده، ژمی، ژامه ، ژونداو ژبه هم د" ژ" په توري پيل شوې کلمې دي. |
بنجاري ماشومانو ته دلسو جمع کولو داسې لارښوونه وکړه: ١٠+١٠=٢٠ ٢٠+١٠=٣٠ ٣٠+١٠=٤٠ ٤٠+١٠=٥٠ په پای کې بنجاري له ماشومانووغوښتل، چې تر بل ځل راتګ پورې دې له پنځوسو سره لس دانې مردکي نور هم جمع کړي، چې ټول څو دانې کيږي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. |