BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:04 گرينويچ 2011 ,16 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: په بنګړيو شمېر

په بنګړيو شمېر
پلوشې او تورپېکۍ دبنګړيوپه مرسته له (۳۰) نه تر(۳۵) پورې جمع کول زده کړل.
زلمي او زرميني زردالو خوړل، چې بنجاري له سوی سره راغی. سوی ترې غوښتنه وکړه،چې هغوی ته هم زردآلو ورکړي.

زرمينې يو زردآلو بنجاري او بل سوی ته ورکړ او ويې چې زردآلو زلمي واوړي وو. سوی داټول نومونه د"ز"په توري پيل شوي وګڼل.

بنجاري سوی وستايه اوله ماشومانونه يې وغوښتل، چې همداسې نور نومونه هم پيدا کړي چې "ز" په تورې پيل شوی وي.

هغوی دزکريا،زرغونې، زينې، زهرې ،زرينې اوداسې نومونه واخيستل. بنجاری هغوی ته سوغاتونه ورکړل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه

پلوشې او تورپيکۍ دخپلو بنګريو ستاينه کوله ، چې پدې مهال دبنجاري هم راورسېد اوروغبړوروسته يې د هغوی دبنګړيودشمېروپوښتل.

دواړو يو، يو بنګړی وشمېره، چې ټول (۳۰) دانې شول. بنجاري له خورجينې پنځه، پنځه دانې نور هم ورکړل، چې ورسره جمع يې کړي.

د "ز" توری
سوی پوه شو، چې زردآلو، زينه، زرمينه اوزلمي د "ز" په توري پيل شوي دي. تاسې

هغوی له (۳۰) سره (۵) دانې نورهم يوځای کړل، چې ټول (۳۵) دانې شول. بنجاري هرې يوې ته يو، يودرجن بنګړي سوغات ورکړل .

بنجاري ترې هيله وکړه، چې دبنګړيو په مرسته دې تر(۴۰) بورې دجمع شمېرزده کړي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

ددېرشوجمعد بنجاري خورجين
ددېرشوجمع
ډينګدبنجاري خورجين
ډينګ
دانار کيسۍد بنجاري خورجين
دانار کيسۍ
ذهني پوښتنهد بنجاري خورجين
ذهنی پوښتنه
کاهود بنجاري خورجين
دکاهو ګټې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>