 | | | ډينګ په ځنګلونو، اوبو او لوړو ځايونوکې ژوند کوي او خوراک يې دسيند کبان دي. |
رووف او راضيې دلوبو پر مهال دخپلو خورلڼو، رشيدې، راحلې، رويا اورحيمې نومونه ياد کړل، رووف هم دخپلو انډيوالانو، رشيد، رسول او رحيم نومونه واخيستل. پدې مهال بنجاري راغی او ويې ويل، چې داټول نومونه د " ر " په توري پيل شوي، چې رووف او راضيه هم پکې راځي. بنجاري وويل، چې د" ر " توری دالفبا له تورو څخه دی، چې دکلمې په پيل سربېره دکلمې په منځ او پای کې هم راځي. بنجاري بلې کوڅې تر تګ دمخه له هغوي وغوښتل چې د" ر " توري لرونکې نورې کلمې هم پيدا کړي. بله کوڅه: کريم او شفيقی په مجله کې دڅارويو انځورونه کتل، چی دکريم سترګې په ډينګ ولګېدې او شفيقې ته يې وويل، چې داالوتونکی په اوبوکې ژوند کوي.  | | | ډېنګ په تور، سپين اوسور رنګ کې هم پيدا کيږي. |
شفيقې يې خبره نه منله، چې بنجاري له سوی سره راغی. سوی له خورجين نه جادويي هنداره راواېستله او يو ډينګ(لګ لګ) يې په خبرو راوست. ډينګ ويل، چې په ځنګلونو، اوبو او لوړو ځايونوکې ژوند کوي او خوراک يې دسيند کبان دي، نرۍ لوړې پښې اواوږده مښوکه لري، چې په تور، سپين او سور رنګ کې پيدا کيږي. |