 | | | بنجاري ماشومانوته درنګه قلمونوپه مرسته له يوه نه تر دوولسوشمېرورزده کړ. |
حميد او ثريا په کوڅه کې په لوبو بوخت وو، چې پدې مهال بنجاري هم راغی او له خورجينې نه يې يوه پلاستيکي کوتره راواېستله.\ ثريا دکوترې په اړه بنجاري ته لاندې ترانه وويله، چې دحميداوبنجاري ډېره خوښه شوه. سلام،کوتره يم-دبام کوتره يم-راشه غومبورمې واوره- دپرو شور مې واوره- هکۍ مې ماتې نه کړې-هيلې مې ميراتې نه کړې.... وروسته دبنجاري په غوښتنه حميدياده ترانه دثرياسره تکرار اوبنجاري هغوی ته يوه، يوه دانه پلاستيکي کوتره ډالۍ اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: قاسم په خوښۍ ليلا ته وويل، چې هغوی څلور وروڼه اوخويندې دي، پلاريې ورته قلمونه راوړي، چې دوه، دوه ورته رسيدلي خودوه نورپاتې دي.  | | | راشه غومبورمې واوره-دپرو شور مې واوره -هکۍ مې ماتې نکړې-هيلې مې ميراتې نکړې |
ليلاهم پوه نشوه، چې ټول څودانې قلمونه وو، چې پدې مهال بنجاري راغی او هغوی ته يې دقلمونوپه مرسته له يوه نه تر لسو پورې دجمع شمېر ورزده کړ. بنجاري له ماشومانووغوښتل، چې دخپلوانډيوالانوسره دې هم له يوه نه ترلسوپورې جمع زده کړې او خپله ولاړ بلې کوڅې ته. |