ماشومانوترې وغوښتل، چې دښوونکې يه هکله يوه ترانه ور زده کړي. بنجاري لاندې ترانه هغوی ته وويله اوخپله ولاړبلې کوڅې ته:
ته زموږه رهنما- ته زموږه يې رهبر- ته زمونږ د زړګي سر-معلم يې معلم، تربيه تعليم دې راکړ- اې معلمه قدرمنه- همدې ښه پالنه وکړه -اې معلمه قدرمنه
ماشومان په کوڅه کې په لوبو بوخت وو، چې بنجاري د مريو دډک مرتبان په شرنګولو کوڅې ته ور دننه شو.
ماشومانو تر روغبړ وروسته ترې مرۍ وغوښتلې. بنجاري وويل، چې که چېرې هرچاله ۱- ۵۰ پورې سمه شمېرنه وکړه، مرۍ پخپله له بوتل نه ورته ډالۍ کيږي.
ماشومانو دڅه ناڅه تېروتنووروسته سمه شمېرنه وکړه، له مرتبان نه هريوه ته پنځوس ، پنځوس دانې مرۍ ورغلې.
بنجاري له هغوی وغوښتل، چې لومړی دې مرۍ وشمېري اوبيا دې ځانته ترې امېلونه جوړکړي.