 | | | ماپيژنئ څه يمه- نرم لکه زړه يمه، ژوندمې په اوبوکې دی- سيندکې په ويالوکې دی. |
سپوږمۍ، اسد او ثريا دکور ترمخې وياله کې کوچني، کوچني کبان ولېدل او په اړه يې لاندې ترانه وويله: ماپيژنئ څه يمه- نرم لکه زړه يمه-، ژوندمې په اوبوکې دی- سيندکې په ويالوکې دی،وچه کې مړ کيږمه- نه په کې اوسيږمه غوښې مې پسته پسته- ډېره ده بدن ته ښه، غوښې که خوږې لرم- پام کوه لشې لرم، کب ماهي نامه زما-واوره ترانه زما پدې مهال بنجاري هم راغی. ماشومانوورته ترانه بياتکرار کړه . بنجاري دکب دغوښې خوړل دهډوکي دکلکوالي اوپوستکي دروڼوالي لپاره ګټور وبلل. بنجاري ماشومانوته لارښوونه وکړه، چې کبان دې ترخوړلومخکې دلويانو په مرسته له لشکو پاک کړي. هغه ماشومانوته ديو، يو دانه پلاستيکي کب ترورکولو وروسته بلې کوڅې ته ولاړ. |