BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:02 گرينويچ 2011 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: لوڅې پښې

بنجاري
بنجاري ماشومانوته يوه، يوه جوړه بوټونه سوغات ورکړل، چې لوڅې پښې ونه ګرځي.
ماشومانو د کلي په ميدانۍ کې لوڅې پښې لوبې کولې، چې بنجاري له سوی سره راغی . سوی دماشومانوله لوڅوپښوګرځېدا خواشينې شوه، ځکه چې خطرلري.

حسيب دلوڅوپښودګرځېداله خطرونووپوښتل، بنجاري ورته په جادويي هنداره کې مصطفی وښود، چې په پښه کې شيشه تللې او ژړل يې.

سارا خوريې ورته ويل، چې که چېرې کوڅې ته لوڅې پښې نه وای وتلی ، په پښه کې به يې شيشه نه تلله.

ماشومانوهوډ وکړ، چې نوربه هيڅکله لوڅې پښې نه ګرځي. بنجاري هغوی ته يوه، يوه جوړه بوټونه سوغات ورکړل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه:

ماشومان په کوڅه کې په لوبو بوخت وو، چې بنجاري هم ورورسېداو خديجې ته يې غږ کړ، چې په خورجين کې يې ورته خرما راوړېده.

دماشومانوپام د "خ " توري ته واوښت، چې د يادوکليموپه پيل کې راغلی و.

بنجاري
"خ " دپښتوالفبااتم توری دی، چې خرما، خديجه اوخورجين هم په همدي توري پيل دي.

بنجاري "خ "د پښتوالفبا اتم توری وګاڼه او له ماشومانو يې وغوښتل، چې دېته ورته کليمې پيدا کړي.

هغوی په ګډه دخټکي، خوړو او خوږې کليمې پيدا کړې، چې د" خ" په توري پيل شوې وې. بنجاري هغوی وستايل او خپله ولاړ بلې کوڅې ته.

د" ح " تورید بنجاري خورجين
د "ح" توری
دنظافت ترانهد بنجاري خورجين
نظافت
دکنګل کيسۍد بنجاري خورجين
دکنګل کيسۍ
متضادې کلمېد بنجاري خورجين
متضادې کلمې
هراتد بنجاري خورجين
د هرات ولايت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>