 | | | راشئ اې ملګروچاپيريال خپل پاک وساتو- دخپلې روغتيا خيال وساتو. |
نجيبې له ځان سره په ترانې ويلو له کوڅې نه خځلې ټولې او په پلاستيکي کڅوړه کې يې اچولې، چې مختار ترې د دې کار لامل وپوښت. نجيبې ورته وويل، چې نه ښايي خلک خځلې اواضافي شيان په کوڅوکې وغورځوي ، بلکې غوره ده هغه په ټاکلوځايونوکې واچوي. په دې وخت کې بنجارې هم راورسېد او دنجيبې دخبروپه تاييد يې زياته کړه، چې د خځلوبې ځايه غورځول دناروغيودپيداکېدولامل کيږي. سوی ماشومانوته دنظافت په هکله لاندې ترانه وويله:  | | | که چېرې خځلې بې ځايه واچوو، په راز، راز ناروغيو اخته کېږو. |
راشئ اې ملګروچاپيريال خپل پاک وساتو-دخپلې روغتيا خيال وساتو ليرې کړو خځلې ورنه پاکه کوڅه وساتو-دخپلې روغتيا خيال وساتو.... بنجاري له ماشومانووغوښتل، چې ترانه يوځل بيا تکرار کړي اوخپله دسوغاتونوتر ورکولو وروسته بلې کوڅې ته ولاړ. |