 | | | چاودلي لاسونه اوپښې دشپې لخوا په واسلينوغوړ اوسهاريې ومينځئ. |
لطيفې له نجيب نه وپوښتل، چې هغه څه دی، چې هم کاڼی دی، هم اوبه اوهم ښېښه خونه کاڼی دی، نه اوبه اونه هم ښېښه. نجيب څوغلط ځوابونه ورکړل، چې پدې مهال بنجاري راغی.بنجاري له ماشومانو سره تر روغبړ وروسته دکيسۍ دبيا تکرار غوښتنه وکړه. لطيفې کيسۍ وويله او نجيب دبنجاري په مرسته دکيسۍ سم ځواب کنګل وباله. بنجاري هغوی وستايل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: الهام د خپلو لاسونو او پښو د چاودلو له کبله ستارې ته شکايت کاوه چې پدې مهال بنجاري هم راورسېد. بنجاري دالهام دخواشينۍ وپوښتل. هغه ورسره خپله ستونزه شريکه کړه. ستارې بنجاري ته وويل، چې دهغې لاسونه اوپښې هم چاودلي وو. دستارې موريې ورته دشپې لخوا پښې او لاسونه په واسلينوغوړ او سهار يې په تړمواوبو اوصابون ومينځل.  | | | چې هغه څه دی، چې هم کاڼی دی، هم اوبه اوهم ښېښه خونه کاڼی دی، نه اوبه اونه هم ښېښه؟ |
بنجاري د ستارې دخبرو په تاييد زياته کړه، ددې لپاره چې دپښو اولاسونوله چاودلو په امن کې وي، هڅه دې وکړي، چې په خاورو کې لوبې ونکړي. لوڅې پښې دې هم نه ګرځي. بنجاري هغوی ته يوه،يوه کلچه صابون سوغات ورکړ اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. |