 | | | بنجاري ماشومانو ته داوونۍ په هکله مالومات ورکوي، چې ولې يې اوونۍ بولي. |
نسرين ناک خوړ يودانه يې سليم ته هم ورکړ. سليم ته دناک دنوم دلنډوالي په اړه پوښتنه پيدا شوه.پدې وخت کې بنجاري له سوی سره راغی او ناک يې يوهجايي کلمه وبلله. وروسته ماشومانودبنجاري په لارښوونه دسر، بوټ،توت، سوی، لاس، ګل او دې ته ورته څونورې يوهجايي کلمې هم پيدا کړې. بنجاري هغوی وستايل او دسوغاتونوترورکولو وروسته خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: بنجاري له سوی سره کوڅې ته دننه شو. رابعه ،ايمل او ثرياپه کوڅه کې په لوبو بوخت وو، چې بنجاري له خپلې سوی سره راغی او له هغوی سره يې روغبړ وکړ. ماشومانودسوغاتونوپه اړه وپوښتل. سوی ورته وويل، چې لومړی دې ووا يي، چې يوه اوونۍ څو ورځې کيږي،بيابه بنجاري سوغات ورکوي.  | | | سر، بوټ،توت، سوی، لاس، ګل او دې ته ورته نورو کلمو ته يوهجايي کلمې وايي. |
ماشومانوبېلابېلې شمېرې وښودې، بنجاري هغوی ته رنګه پنسلونه ورکړل او ترې ويې غوښتل، چې له شنبې ترتجمعې پورې ورځې پرې وشمېري. ماشومانوشنبه، يکشنبه، دوشنبه، سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه اوجمعه وشمېرلې، چې اووه ورځې شوې. بنجاري وويل، چې دهمدې له امله ورته اوونۍ هم چې اووه ورځې ده او هغوی ته يې اووه، اووه دانې رنګه پنسلونه سوغات ورکړل اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ. |