BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:44 گرينويچ 2010 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: د "ج " توری

د "ج " توری
ماشومانود جاکټ، جرابو او جارو نومونه واخيستل، چې د "ج " په توري پيل شوي وو.
جواد نوی جمپر اغوستې و او له جميلې سره يې لوبې کولې، چې بنجاري راورسېد او تر روغبړ وروسته يې دهغې دجمپر مبارکي ورکړه.

جواد له بنجاري وپوښتل، چې په خورجينه کې يې څه راوړي. بنجاري ورته وويل، داسې شيان راوړي، چې دجمپر په توري پيل کيږي.

بنجاري شرط کېښود او ويې ويل هغه چاته به جاېزه ورکوي، چې د "ج" په توري پيل شوي څېزونه پيدا کړي.

ماشومانو دجاکټ، جرابو، جارواو څو نورو شيانو نومونه واخيستل. بنجاري يوه ،يوه جوړه جرابې سوغات ورکړې او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه:

حسيب او فاضلې په کوڅه کې لوبې کولې، چې دبنجاري دغږ په اورېدو دهغه خواته ور غللل. بنجاري ورته وويل داسې څه يې راوړي، چې مميز ترې جوړيږي.

ماشومان پوه شول چې له انګورو نه مميز جوړيږي. بنجاري دهغوی دلازياتومالوماتو لپاره وويل، چې مميززياتره له کشمشي انګورونه جوړيږي.

انګور
ماشومان پوه شول، چې له انګورونه مميز جوړيږي، بنجاري هغوی ته سوغاتونه ورکړل.

ددې ترڅنګ له حسيني انګورو هم مميزجوړوي خو دکلک عروس په نامه انګورو نه ترټولو ښه انګور لاسته راځي.

وروسته بنجاري ماشومانوته يو، يو وښکالی انګور ورکړل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

دېګد بنجاري خورجين
دکابل ښار
دځمکې ترانهد بنجاري خورجين
دځمکې ترانه
دبنجاري خورجيند بنجاري خورجين
ښه زده کوونکي
آلوبخارادبنجاري خورجين
غزني
دمڼې ترانهدبنجاري خورجين
دمڼې ترانه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>