 | | | ماشومان ښوونځي ته دتګ پرمهال دزده کوونکي ترانه وايي. |
لمرينه ورځ وه، زده کوونکي ښوونځي ته روان وو. رشيدريحانې ته د زده کوونکو په اړه داسې يوه ترانه پيل کړه: موږه شاګردان يو - دپوهې مينان يو، مکتب ته ځو په مينه- دکتاب طرفداران يو.... بنجاري کوڅې ته دننه شو او ماشومان يې وستايل او ترې ويې غوښتل، چې همداسې نورې ترانې هم پيدا کړي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: جمال له ځان نه دغاښونو ډاکترجوړ او ويل يې چې درڼا دنانځکې غاښونه دنه مينځلو له امله خراب او خولې يې بوی پيدا کړی دی، خو رڼانه منله. پدې وخت کې بنجاري هم له خپلې سوی سره راغی اوله خورجينې نه يې يو چينجن غاښ راويست او په دمنتر په ويلو يې غاښ په خبرو راوست. غاښ په ژړا ماشومانو ته وويل چې ديوه داسې هلک په خوله کې و، چې خپل غاښونه يې ښه نه ساتل، چې بيا يې غاښونه خراب او وغورځېدل.  |  که دغاښونوکريم نه وي، په مالګه هم کولی شئ غاښونه ومينځئ.  |
بنجاري دغاښ خبره تائيد او ماشومانونه يې لارښوونه وکړه،چې خپل غاښونه بايد کم له کمه د ورځې دوه يا درې وخته په برس اوکريمو ومينځي. سوی ماشومانوته وويل، چې که چېرې په کور کې دغاښونوکريم خلاص وي، هغوي کولای شي له مالګې نه ګټه واخلي. |